د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان باید امنیتي تړون د بلې میاشتې تر پای مخکې لاسلیک کړي، امریکا

کابل - په افغانستان کې د امريکا سفير د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته په يوه اعلاميه کې له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د بلې میاشتې تر پای مخکې دې د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتي سند لاسلیک کړي.


جيمز کننګم زياته کړه: د لويې جرګې [د یکشنبې ورځې] فیصله له امريکا او نړيوالو اتحادیانو سره د افغانانو روانه امنيتي همکاري تاييدوي.

ولسمشر کرزي ويلي چې دغه سند به تر راتلونکو انتخاباتو وروسته لاسليکوي .

حامد کرزي د یکشنبې ورځې د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، دغه تړون بايد سوله راولي:

”له امريکا سره زموږ د تړون اصلي شرط سوله ده. دوى دې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي. زه پوهېږم که دوى راسره صادقانه ودرېږي. دا کار کېږي. که سوله رانغله دغه تړون د افغانستان د بدبختۍ سبب کېږي“


په مشورتي لویې جرګې کې د افغانانو ۲۵۰۰ استازو برخه واخیسته.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG