د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لارې بندېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي


د تورخم لاره
د تورخم لاره
د خيبر ايجنسۍ د پوليټکل انتظامې چارواکي وايي چې په پېښور کې د تحريک انصاف په مشرۍ کې د احتجاج له کبله دوی افغانستان ته تلونکې د طورخم لويه لار د نېټو لپاره د سامان وړونکو لاریو په ګډون د هر ډول تګ راتګ په په وړاندې بنده کړېده.

د تورخم پولیټیکل تحصیلدار معراج مشال راډیو ته وویل چې نن سهار شاوخوا لس بجې ایف سي ځواکونو د تورخم پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله د کوم له کبله چې دواړو خواوو ته په سلګونه خلک او لارۍ ولاړ دي.

د تحصیلدار معراج په وینا ، په دې کې هغه لارۍ هم شاملي دي چې د افغان ټرانزټ ټرېډ او په افغانستان کې د مېشتو نېټو ځواکونو لپاره سامان وړونکي ټرکونه هم شامل دي.

د تورخم یو ځايي اوسېدونکي میا ساجد نن مشال راډیو ته وویل چې ً دا وخت هلته دواړو خواوو ته د ماشومانو ، مېرمنو ، او سپین ږیرو په ګډون په سلګونه مسافر ولاړ او په تکلیف کې دي.ً

پر تورخم پوله د پولیټیکل انتظامې او ایف سي ځواک چارواکي وایي چې دوی ته د خپلو لوړ پوړو چارواکو له خوا امر شوی دی چې دغه لار وتړي. دوی وايي ، په دې اړه نور مالومات نه لري.

بل پلو د خیبرایجنسۍ یو پولیټیکل چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا لاره یي په پېښور کې د صوبایي حکومت له خوا د بې پایلټه الوتکو د بریدونو پر ضد په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لپاره د سامان وړونکو لاریو د مخنیوي په مخه د رابلل شوي احتجاج له کبله تړلې ده.
XS
SM
MD
LG