د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًپاکستانی پوځ ، میډیا او مذهبي ګوندونه مذهب د خپلو ګټو لپاره کارويً


په پاکستان کې د فرقه ییز تشدد یو منظر
په پاکستان کې د فرقه ییز تشدد یو منظر
پر سیاسي او روانو حالاتو لیکونکي ډاکټر حیدر شاه په ډیلي ټایمز ورځپاڼه کې خپره شوې یوه مقاله کې لیکلي دي چې په پاکستان کې پوځ ، میډیا او مذهبي ګوندونه مذهب د خپلو مفاداتو لپاره په کار راولي چې په نتیجه کې يې ټول هیواد د بدامنۍ ښکار شوی دی.

ډاکټر حیدر شاه لیکي ، په پاکستان کې موږ په یوه داسې خیالي دنیا کې ژوند کوو چې د بېلابېلو مذهبي ټولګو سره تړاو لرونکو مذهبي تبلیغ کوونکو د خپلو ویناګانو په وسیله جوړه کړې ده.

د محرم په راتګ موږ ته ویل کیږي چې د امن میاشت راغله خو په عملي توګه موږ ګورو چې قانون عملي کوونکې ادارې په محرم کې نورې هم چمتو کړل شي او سره د دې چې لارې وتړل شي او د موبایل فون سروس هم معطل کړل شي خو بیا هم د تشدد د پېښو مخه نیول ګران شي.

لیکوال وړاندې لیکي ، دا یوه معلومه خبره ده چې د هر مذهب منونکي عقل د یوې وسلې په توګه کاروي ولې چې کله هم څوک د دوی د عقیدې په اړه پوښتنې راپورته کړي نو دوی سمدستي د عقل لار پرېږدي.

لیکوال حیده شاه لیکي ، د ځانمرګي برید پرضد حفاظتي ګامونه پورته کول ممکن دي ، د یو ترهګر برید مخه نیول کیداشي خو هغه وخت به څوک څه وکړي کله چې ستا خپله وینه د مذهبي اختلاف پر بنیاد د نفرت نه جوش ووهي؟

لیکوال زیاتوي ، دا اوس زموږ عادت جوړ شوی دی چې زموږ د ژوند ډیري مهمي ستونځې د هوارولو پرځاي موږ تر پښو لاندې کوو.

ډاکټر حیدر شاه لیکي ، په پاکستان کې هرڅوک له مذهبه خپله ذاتي ګټه اخلي. پوځي اسټیبلیشمنټ مذهب په ګاونډي هیوادونو کې د جنګونو لپاره کاروي ، میډیا یې د خپلو پروګرامونو د خرڅولو لپاره له مذهبه کار اخلي او سیاسي ګوندونه د سیاسي ګټو لپاره د مذهب نوم اخلي.

لیکوال په پاي کې لیکي چې فرقه واریت د ټولنې په کچ په مذهب کې د ښکېلېدو له کبله وده کوي. که چیرې د یوې ټولنې په توګه موږ مذهب یوه ‌ذاتي معامله ومنو او د مرګ او ژوند پوښتنه ترې جوړه نه کړو ــ نو د فرقه واریت مخه نیول کیدای شي.
XS
SM
MD
LG