د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان-امریکا دفاعي ټرون باېد سږکال وشي


امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان او امریکا ترمینځ امنیتي تړون باید د نوي میلادي کال له رارسېدو مخکې لاسلیک شي.

امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان او امریکا ترمینځ امنیتي تړون باید د نوي میلادي کال له رارسېدو مخکې لاسلیک شي.


د سپینې ماڼۍ ویاند "جاش ارنست" Josh Earnest پرون وویل؛ امریکا غواړي، له افغانستان سره امنیتي، دفاعي تړون ژر ترژره لاسلیک شي څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور تخنیکي چارې او پلان جوړونه پیل کړي:

"د افغان حکومت لپاره مهمه ده چې؛ دا موافقه د روان کال له پای ته رسېدو مخکې تایید او لاسلیک کړي. دا غوښتنه عملي دلایل لري، ځکه په افغانستان کې اوسنی حضور د ناټو تر مشرۍ لاندې دی؛ نو ځکه د امریکا حکومت په هېواد کې دننه او له خپلو متحدانو سره پلان جوړولو ته اړتیا لري؛ څو دا خبره معلومه کړي چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې زموږ حضور څه ډول وي."

په دې اړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د امریکايي سرتېرو شمېر څومره وي؛ ښاغلي ارنست وویل، تېرکال د پوځي عملیاتو په اوج کې په افغانستان کې د دېره امریکايي سرتېرو شمېر سل زره و. خو دا شمېر به د ۲۰۱۴ کال په فبروري کې ۳۴ زرو ته راټیيټ شي او بیا به هم په کمېدو وي او که دا موافقه لاسلیک شي، نو له ۲۰۱۴ کال وروسته به د امریکايي سرتېرو شمېر یوازې څو زره وي؛ خو د ارنست په وینا د دې سرتېرو دندې به اساسي توپیر ولري:

"له دې چې جګړه به هغه مهال ختمه شوې وي؛ موږ به په داسې شرایطو کې نه یو چې زموږ ښځینه او نارینه سرتېري به د کلیو او د غرونو د څوکو ساتنه کوي؛ بلکې یو واضح ماموریت به یې وي؛ یعنې له تروریزم سره مبارزه او د القاعده شبکې له پاتې شونو سره چې امریکا او متحدینو ته یې لاهم ګواښ کوي جګړه.

د ماموریت یوبل اړخ به د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وي؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې، دوی د کار د دوام لپاره لازم مهارت او تجربه لري او کولای شي، د خپل هېواد دفاع وکړي او امنیت یې یقیني کړي."


د سپینې ماڼۍ ویاند د ولسمشر کرزي د څرګندونو په اړه چې د کابل او واشنګټن ترمینځ د بې اعتمادۍ یادونه یې وکړه؛ وویل، امریکا کله چې له عراقه ووته، نو له هغه هېواد سره یې هم ورته موافقه غوښته؛ خو له دې چې د عراق لوری تفاهم ته نه حاضرېده؛ نو دا موافقه هم لاسلیک نشوه او ځکه خو امریکا خپل ټول ځواکونه له هغه هېواده واېستل؛ خو په افغانستان کې د ده په وینا د خلکو غوښتنه بله ده:

"څه چې زموږ په لاس کې دي؛ یو توافق یا لږترلږه د یوه توافق متن دی چې؛ هم د خپل ملي حاکمیت د خوندي کولو لپاره د افغانانو هیله ښيي او هم د امریکا د ملي امنیت د ګټو څرګندونه کوي.

د امریکا ولسمشر له همدې معیارونو سره سم د افغانستان په اړه خپله پالیسي جوړوي او داسې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره دا یوازینۍ لار ده."


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې "جېن ساکي" هم پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي تړون ژرترژره لاسلیک د افغانستان د خلکو لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه په داسې حال کې چې انتخابات راروان دي د دې په وینا د راتلونکې په اړه افغانانو ته ډاډ ورکوي او همداراز امریکا او متحدانو ته یې موقع برابروي؛ څو له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي حضور لپاره په منظم ډول پلانونه جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG