د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویې جرګې ته د ولسمشر کرزي وینا


ولسمشر کرزي وویل له امنیتي تړون سره به څه کم څلور میلیارده ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره راکوي. په دې سره به خپل تعلیم، اقتصاد او د ژوند نورې ګڼې برخې پر پښو ودروو.

کابل: د افغانستان مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر حامد کرزي د وینا ځینې ټکي.


امریکا د ناټو او ځینو اسلامي هېوادونو په ګډون غواړي چې د افغانستان په نهه سیمو کې خپلې اډې ولري. په دغه قرارګاوو کې کندهار، باګرام، هرات، شینډنډ، جلال اباد، کابل، مزار ، ګردېز او هېلمند راځي. او هلته به د افغانستان او امریکا تر منځ د تړون له مخې مېشت وي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


سوله او امنیت د افغانستان شرط د قرارداد دی.

زه په دې پوه یم که زموږ همسایه پاکستان او امریکا له موږ سره د سولې په پروسه کې ودېرېږي نو هم په پاکستان کې امن وي او هم به زموږ په هېواد افغانستان کې امن وي.

که له امریکا سره قرارداد وشي، د دې مالي ګټې هم ډېرې دي. هر کال به څلور میلیارده ډالره زموږ د عسکرو لپاره راکوي.

د دې تر څنګ به څه کم څلور میلیارده ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره راکوي. په دې سره به خپل تعلیم، اقتصاد او د ژوند نورې ګڼې برخې پر پښو ودروو.

له امریکا سره د امنیتي تړون په باب مو د نړۍ له درو ځواکمنو هېوادونو روس، هند او چین سره په بیا بیا سلا مشورې کړې. روسیې دوه ځلې راته وویل، یو وار پروسږ کال د شانګهای په غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راته وویل، موږ د افغانستان په مجبوریتونو پوهېږو. بیا هند ته ولاړم هغوی یې هم ملاتړي ول، او راته ویل یې تاسو مجبوریتونه لرۍ، او راسره مله شول، بیا چین ته ولاړم د هغه هېواد ولسمشر هم راته وویل چې موږ د افغانستان د انتقالي دورې لپاره د امریکا له موجودیت سره اختلاف نه لرو.له پاکستان سره مو هم مشوره کړېده او په ظاهر کې راته ویلي دي چې صحیح ده. له ایران سره مو هم مشوره کړې ده او هغوی په ښکاره راته ویلي دي چې غلطه ده. ترکییه یې طرفداره ده. د سعودي له باچا سره مو مشوره کړې ده. اسلامي نړۍ سره مو مشوره کړې ده. هغوی راته ویلي دي چې تاسو څه شی د افغانستان په ګته بولی هغه وکړی.
XS
SM
MD
LG