د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرښې پر غاړه (د وژل شویو خبریالانو د یاد نړیواله ورځ)


د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


نن (د نومبر ۱۹مه) د هغو خبریالانو د یاد نړیواله ورځ ده چې د خپلې دندې تر سره کولو پر وخت یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبریالانو د ساتنې نړیواله اداره (CPJ) وايي، له ۱۹۹۲ز کال راهیسې په پاکستان کې ۵۳ او په افغانستان کې ۲۴ خبریالان وژل شوي دي.

د کرښې پر غاړه په دې خپرونه کې د قبایلي سیمو، پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان له خبریالانو سره خبرې شوې دي او له هغوی د خبرونو غونډولو، د رپورټ ورکولو او د پېښو د څېړلو او پلټنو په لار کې د خنډونو په اړه پوښتنې شوې دي.

په خپرونه کې، له کوټې سید علي شاه، له پېښوره افتخار فردوس، له شمالي وزیرستانه احسان داوړ او له کابله حبیب خان توتاخېل زموږ مېلمانه دي.

له دوی سره شوې خبرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG