د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ماین چاودنې اووه تنه ماشومان ووژل


ن نږدې درې بجې د خیرکوټ ولسوالۍ په ملیزو سیمه کې د واټ تر غاړې ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.


نن د دوشنبې ماځیګر درې بجې د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو په سيمه کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ اوه تنه ماشومان مړه او درې نور ټپيان شول.


د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې د خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو او شنې څاه ترمينځ په لويه لار کې د وسلوالو مخالفینو له لوري یوه حلقه ماين خښ شوی وو،چې په يادو ماشومانو د لوبو پر مهال وچاودېد او له امله يې ياده مرګ ژوبله رامينځته شوه، د ماين چاودنې له امله د عبدالحمید په نوم د یو کس د کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي:

((نن نږدې درې بجې د خیرکوټ ولسوالۍ په ملیزو سیمه کې د واټ تر غاړې ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اوه تنه تنکي ماشومان شهیدان شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي. د سولې او ثبات د ښمنانو یو ځل بیا زموږ ولسونه ودردول او د ملیزو سیمې اوسیدونکي يې د غم په ټغر کېنول، پکتیکا والي محب الله صمیم د دې خبر په اوریدو سخت خواشینی شو او سمدستي يې د ولایت مرستیال په مشری یو هيات ته دنده سپارلې، تر څو زینمنې شوې کورنۍ سره د لاسنیوي په موخه سیمې ته سفر او لازمې مرستې وکړي د پېښې په سیمه کې زموږ امنیتي ادارو پلټنې پیل کړي او هڅه يې داده تر څو د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))

پکتيکا والي محب الله صميم د یادې پیښې سخته غندنه کړې او سملاسي د ولايت د مرستيال په مشرۍ يو ګډ پلاوي ته دنده سپارلي تر څو د زيانمنې شوي کورنۍ سره د عاجلو مرستو په موخه د پيښې سيمې ته سفر وکړي:

(( هر څوک چې بې ګناه ملکي وګړي په ځانګړي ډول ماشومان په شهادت رسوي او يا هم ورته هر ډول جسمي او يا روحي زيان اړوي، د دوی داسې کړنې د اسلام او افغانيت سره په ښکاره دښمنۍ کې دي، د هېواد دښمنان زمونږ ملکي وګړي او حتا ماشومان هم په نښه کوي.))

د پکتیکا ولایت چارواکو امنيتي ادارو ته دنده سپارلې، تر څو د پېښې عاملين پيدا او د قانونو منګولو ته يې وسپاري، تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادې پيښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG