د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د کاروبار خرابوالي له کبله اوډین میوزیک هاوس بندېږي)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې به واورئ چې څنګه د یو اېس بي او میمري کارډونو په وسیله د سندرو له یوه کسه بل هغه ته انتقال د پښتو کیسټونو دوکاندارانو کاروبار تر دې حده اغېزمنه کړی دی چې اوس په پېښوره کې د موسیقۍ د البمونو خپروونکی دوکان ((اوډین میوزیک هاوس)) په تړل کېدو دی.

د اوډین مالک حاجي شاهد خان وايي، د خیبر پښتونخوا له حکومت سره یې هم د خپل کاروبار د خرابوالي موضوع شریکه کړې ده خو هغوی هیڅ ګام نه دی اخیستی.

دی وايي، د حقونو د محفوظولو یا کاپي رایټس قانون باید موجود وي چې هیڅ کس د دوی د سندرو نقلولو کار ونشي کړای.

سندغاړی کرن خان هم وايي چې د یو اېس بي او میمري کارډ په ذریعه د سندرو انتقال له کبله د کیسټو دوکانداران ټول ځپل شوي دي.

دی وايي، د اوډین تړل کېدل به د پښتو موسیقۍ لپاره لوی زیان وي.

په دې اړه نور د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل په خپرونه کې سندرې هم در خپروو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG