د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان وروستی یهودي هم خپل کاروبار تړي


 زابولون سیمینتوف د افغانستان یواځنۍ یهودي
زابولون سیمینتوف د افغانستان یواځنۍ یهودي

سیمینتوف د عمر په پنځوس کلنۍ کې دی او په افغانستان کې وروستی څرګند افغان یهودي ګڼل کیږي. د هغه بل افغان یهودي ملګری په دوه زره پنځم کال کې مړ شوی و.

رویټرز اژانس په یو راپور کې لیکي : ( زابولون سیمینتوف ) چې کله هم په کابل کې خپل سماوار ته ننووځي نو خپل د یهودانو ځانګړې خولۍ له سره لرې کړې. د ده سماوار په هغه خرابه ودانۍ کې دی چې د افغانستان د یهودانو یواځنی سینیګاګ (عبادتځای) هم ګڼل کیږي. نوموړي خپل سماوار (دوکان) ته په خیرنو زینو د ننوتلو پرمهال په خندا وویل : زه به مې خپله خولۍ لرې کړم کنه نو خلک به زما په اړه بد فکر وکړي.


سیمینتوف د عمر په پنځوس کلنۍ کې دی او په افغانستان کې وروستی څرګند افغان یهودي ګڼل کیږي. د هغه بل افغان یهودي ملګری په دوه زره پنځم کال کې مړ شوی و.

نوموړی ددې خبرې په درک کولو سره چې د افغانستان ټولنه یوه محافظه کاره اسلامي کولتور لري، سیمینتوف نه غواړي د خپل مذهب په اړه خلکو ته ډېر څه ووايي، ځکه له دې کار سره د هغه د بلخ باستان رسټورانټ پیرودونکي (ګیراکان) کم شي. دا رستورانت چې د بلخ د کبابو په نوم هم شهرت لري ده څلور کاله پخوا پرانیستلی و. نوموړی وايي په دې رستورانت کې ټول خوراکونه د مسلمانانو له خوا تیاریږي.

د سمینتوف سماوار پاک او پړکېدونکی دی خو اوس دا سماوار د بندیدو په حال کې دی ځکه چې د کابل د خرابې امنیتي وضعې له امله خلک دې ته زړه نه ښه کوي چې د کبابونو د خوړلو لپاره رستورانتونو ته مخه وکړي. نوموړي همدارنګه پخوا په فرمایش به کباب پخول او خلکو ته به یې رسول، او ټول کار یې په همدې روان و، خو اوس دې کار هم سر خوړلی ځکه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په تدریجي ډول مخ په وتو دي.

سمینتوف وايي یو وخت به ده ته هره ورځ له څلورو سوو نیولې تر پنځو سوو پورې د خلکو لپاره د کبابو فرمایش راتلو او له ماسپښینه نیولې تر ماښام ناوخته به په څوو داشتونو کې خوراکونه پخېدل، خو اوس داهرڅه ختم شوي، او دی په پام کې لري چې خپل هوټل په راتلونکي مارچ میاشت کې وتړي او دا ځای په کرایه ورکړي.
رایټرز اژانس لیکي : غرمه مهال د سمینتوف په رستورانت کې دوه تنه په خوراک ناست وو چې د سمینتوف د تاریخ او مذهب نه، خبر نه وو، خو ویل یې ځکه دې رستورانت ته د خوراک لپاره راغلي چې په ګاونډ کې یو بل رستورانت چې افغاني ماهیچه به یې پخوله اوس بنده شوې ده.

په دې اړه کم معلومات شته چې دافغان یهودانو تاریخ څه دی؟ ځینې خلک انګېري چې دغه یهودان له تیرو دوو زرو کلونو راهیسې په افغانستان کې میشت دي. دافغانستان په شمال کې په دې وروستیو کې داسې ډبر لیکونه ( کتبې ) موندل شوي چې په دې اړه نور شواهد وړاندې کوي.

دشلمې پیړۍ په لومړیو کې په افغانستان کې د یهودانو شمېره څو زره تنه وه، چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې دوی میشت ول، دوی په نورو هیوادونو کې د خپلو یهودانو سره کمې اړیکې درلودلې، خو بیا وروسته دوی په ډله ایزه توګه هیواد پرېښودلو، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې د اسراییلو په نوم نوی هیواد جوړ شو. پخپله د سمینتوف میرمن او لوڼې هم اسراییلو ته کډه شوې خو ده په خپله دا غوره وګڼله چې په افغانستان کې د خپلو افغان وروڼو سره پاتې شي.
XS
SM
MD
LG