د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سچن ټنډولکر وروستۍ لوبه


د هند کرکټ ستوری سچن ټنډولکر
د هند کرکټ ستوری سچن ټنډولکر

خبري اژانس ليکي چې ټنډولکر په ټېسټ لوبو کې پنځلس زره اته سوه اووه څلوښت رنزونه، او په يو ورځنۍ لوبو کې يې اتلس زره څلور سوه شپږويشت رنزونه جوړ کړي دي.


د کرکټ لوبې په نړۍ کې تر ټولو مشهور هندي لوبغاړی سچن ټنډولکر به د زيارت پر ورځ وروستۍ ټېسټ لوبه کوي.


د کرکټ په ميدان کې ټندولکر ډېر زيات ريکاډونه هم جوړ کړي دي. اې اېف پي خبري اژانس د سچن ټندولکر د کاميابیو او کورناستي ( ريټايېر (کېدو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

خبري اژانس ليکي چې ((ټنډولکر ۲۴ کاله نړيوال کرکټ لوبو کې برخه اخستې ده او د کرکټ لوبې نوي معيارونه يې ټاکلي دي.

هغه ته په هند کې ډېر په درنه سترګه کتل کېږي. ټنډولکر به د زيارت په ورځ د ممبي په وانکاډي سټېډيېم کې د اخري ټېسټ لوبې وروسته ريټايېر شي. هغه تر اوسه ۱۹۰ ټېسټ لوبو کې برخه اخستې ده.

خبري اژانس ليکي چې سچن ټنډولکر په کرکټ لوبه کې تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې دي. د کرکټ په تاريخ کې ټنډولکر تر ټولو زيات يو ورځنۍ لوبو کې برخه اخستې ده چې شمېره يې ۴۲۳ جوړېږي.

خبري اژانس ليکي چې ټنډولکر په ټېسټ لوبو کې پنځلس زره اته سوه اووه څلوښت رنزونه، او په يو ورځنۍ لوبو کې يې اتلس زره څلور سوه شپږويشت رنزونه جوړ کړي دي.

خبري اژانس ليکي چې د سچن ټنډولکر د ژوند تر ټولو زياته د خوشالې ورځ هغه وه چې په ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ نړيوال کپ سیالو کې یې سري لنکا ته ماتې ورکړه.

خبري اژانس د سچن ټنډولکر د کرکټ د کاميابو په اړه نور تفصيلات هم خپره کړي، د کرکټ لوبې يو ليکوال جون وډکوک وايي ((ټنډولکر تر ټولو زيات ښه لوبغاړی دی او چې کله يې هم لوبه ګوري نو ورته برېډمېن راياد شي.))

خبري اژانس ليکي چې ټنډولکر د شهرت له کبله په هر يو اشتهار کې کار کړی دی او ډير زيات دولت يې هم ګټلی دی.
ټنډولکر د تيزو ګاډو شوق هم لري، او فېراري ګاډی يې ډېر زيات خوښ دی.

که څه هم ټنډولکر ډير زيات شهرت لری خو يو ملنسار انسان دی او له خپلې کورنۍ سره ډېره مينه هم لري.

خبري اژانس ليکي چې سچن ټندولکر د خېر ښېګړو کارونو کې هم برخه اخلي چې بې وزله خلکو سره مرستې او د جينکو لپاره سکولونو کې اسانتاوې برابرول هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG