د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منور حسن بیان د پاکستاني پوځ مورال زیانمن کړی


د جماعت اسلامي مشر منور حسن
د جماعت اسلامي مشر منور حسن

کارپوهه عايشه صديقه وايي بايد چې د پاکستان سياسي حکومت اوس د ترهګرو او ترهګرۍ په اړه يو ښکاره دريځ خپل کړي چې دارنګ د امنيتي سرتيرو مورال پرځای شي


په پاکستان کې د ځنو ښيلاسو مذهبي سياسي ګوندونو او په خاصه توګه د جماعت اسلامي او جميعت العلما اسلام مشرانو لخوا د طالبانو وژل شوي مشر شهيد ګرځول او د ترهګرۍ ضد جګړه کې وژل شوو امنيتي سرتيرو ته د شهيد ويلو مسله تر پوښتنې لاندې راوستلو يو ګرم بحث رامخې ته کړی.


خو پوښتنه دا ده چې دا قسمه بيانونو د ترهګرۍ ضد جنګ کې بوخت د امنيتي سرتيرو پر مورال څه اغېز کړی دی؟

کارپو هان پر دې عقيده دي چې په پاکستان کې د ځینو ښيلاسو مذهبي سياسي ګوندونو او په خاصه توګه د جماعت اسلامي او جميعت العلما اسلام مشرانو موقف د ترهګرۍ ضد جګړه کې ښکېل د امنيتي سرتيرو مورال ته لوی زيان رسولی دی.

څو ورځې وړاندی د جماعت اسلامي مشر منور حسن يوه پاکستاني ټیليويژن سره په خپلو خبرو کې ويلي ول، هغه امنيتي سرتيري چې د امريکايي پوځ ملاتړ کوي او بيا د طالبانو لخوا وژل کېږي نو د هغوی شهادت تر پوښتنې لاندی راځي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوه عايشه صديقه وايي د جماعت اسلامي مشر لخوا د طالبانو تحريک مشر حکيم الله مسيد شهيد ګرځول او د ترۍ ګرو ضد جګړه کې ښکېل د امنيتي سرتيرو وژنه تر پوښتنې لاندی راوستو سره د امنيتي سرتيرو حوصلې او جذبې ته لوی زيان رسېدلی دی

"بلکل د پوځ مورال ته يې لوی زيان رسولی، ځکه چې ظاهره خبره ده کوم يو عام پوځي جنګيږي هغه خو دا سوچ کوي که مري نو د شهادت مرګ به يې نصيب کېږي خو که ته هغه د جنګ په اړه په شک کې اچوې او ورته وايي چې ستا مرګ به د شهادت نه وي نو ظاهره خبره ده چې د هغه مورال ورتباه کوي او که هغه په دی شک کې وي نو څه جنګ به وکړي"

عايشه صديقه وايي په پاکستان کې د ځینو ښيلاسو مذهبي سياسي ګوندونو د دا قسمه بيانونو پاکستاني ولس هم له ذهني ګډوډۍ سره مخامخ کړی دی او د ترهګرۍ ضد جنګ ته د شک په سترګه ګوري . همداراز څرګندونې په پيښور کې د پاکستان د پوځ پخواني بريګېډيېر محمد سعد هم کوي او وايي دې ګوندونو دا رويه ځکه خپله کړې چې دوی په دې کې خپلې سياسي ګټې لري:

کارپوهه عايشه صديقه وايي بايد چې د پاکستان سياسي حکومت اوس د ترهګرو او ترهګرۍ په اړه يو ښکاره دريځ خپل کړي چې دارنګ د امنيتي سرتيرو مورال پرځای شي:

"پاکستان حکومت ته پر دې يو موقف خپلول پکار دی او بايد چې په دې اړه يو ښکاره پېغام ورکړي، دا د پوځ کار نه دی چې د جماعت اسلامي او نورو ښيلاسو سياسي ګوندونو د بيانونو او رويو غندنه وکړي بلکې دا د سياسي حکومت کار دی او دا رنګ دا يواځنۍ لار ده چې د پوځ مورال پرځای شي"

عايشه صديقه وايي د ځینو مذهبي جماعتونو په ناسمه رويه د پاکستان حکومت د خپلو سياسي ګټو له کبله خاموشه دی، د دې په خبره که حکومت هم داسې خاموشه پاتې وي نو د ترهګرۍ ضد جنګ ته به لوی نقصان ورسېږي.
XS
SM
MD
LG