د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: شپږ تنه د قتلونو او سړي تښتونو په تور نیول شوي دي


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د د یو شمېر عملیاتو په ترڅ کې يې ځني کسان د قتلونو، سړي تښتونو او الکولي مشروباتو د کار وبار په تور نیولي دي.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د د یو شمېر عملیاتو په ترڅ کې يې ځني کسان د قتلونو، سړي تښتونو او الکولي مشروباتو د کار وبار په تور نیولي دي.


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په وروستیو ورځو کې يې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل، یو کس د الکولي مشروباتو د کاروبار او څلور تنه يې د سړي تښتونې په تور نیولي دي، همدارنګه یو تن د ښوونځي زده کوونکی، چې د خوست د کاروان سرای له سیمې څخه اختطاف شوی وو، هغه یې د تښتونکو له منګولو خلاص کړی دی.

خوست امنیه قوماندان سمونوال الحاج فیض الله غیرت مشال راډیو سره په خبرو کې د یادو موضوعګانو په باب داسې وویل:

((په تېره هفته کې زموږ پولیسو ښې لاسته راوړنې درلودې، چې د هغې له جملې نه یو نفر په نوم د بیت الله د نور محمد زوی، چې دوه نفره يې په قتل رسولي ول، چې په نوم دې دلاور وو او بله یوه ښځه وه د طلاجانې په نوم چې نوموړی فرار وو، خو د پولیسو تر تعقیب لاندې وو، او د پولیسو له خوا دستګیر شو، یو نفر بل چې د روان کال د زمري میاشتې په ۱۵ تاریخ باندې يې د افسر خان په نوم یو کس چې یو میل تفنګچې سره په ښار کې یو نفر زخمي کړ او هغه زخمي کله چې روغتون ته ولېږدول شو د ژورو ټپونو له کبله يې هلته ساه ورکړه، دا افسر نومی هم باالفعل د پولیسو له خوا ونیول شو.

په دې هفته کې زموږ یوه بله لاسته راوړنه دا وه، چې یو کس په نوم دې ولي مرجان چې د هغه له ځایه د پولیسو له خوا ۳۹۳ بوتله الکولي مشروبات ورڅخه دستګیر شوي وو، ده د محل نه البته فرار کړی وو، خو د پولیسو تر تعقیب لاندې وو، چې هغه هم خوشبختانه پرون دستګیر

شو، د دوی د موضوع بررسي جریان لري.))


خوست امنیه قوماندان د رومان په نوم د ښوونځي د یو تن زده کوونکي د خلاصولو خبره کوي، چې څلور ورځې وړاندې د کاروان سرای له سیمې څخه د اختطاف کوونکو له خوا تښتول شوی وو:

((یو تن ځوان چې پنځلس کلن وو او متعلم د مکتب وو، د نامالومو کسانو له خوا د کاروان سرای د منطقې نه تښتول شوی وو، د تښتونکو له خوا زخمي شوی هم وو، کله چې پولیسو اطلاع ترلاسه کړه، نو پولیسو ډېر پراخ عملیات پیل کړل، په کومو ځایونو چې موږ شکمن وو او پولیسو ورباندې اشتباه لرله هغه ځایونه بولیسو تر تلاشۍ لاندې ونیول په نتیجه کې د نعمت الله په نوم یو کس او یو عراده سراچه موټر چې نمبر پلیټ يې نه لاره د پولیسو لاس ته ورغلل، د ده څخه د تحقیقاتو په جریان کې هغه ځای چې هلک په کې ساتل کېده تثبیت شو، اصلي نفر يې فرار کړی وو خو درې تنه نور شریک کسان د پولیسو له خوا ونیول شول د خلکو په دې کې زموږ سره ډېره همکاري وه نو موږ وکولای شول، چې نوموړی ځوان د تښتونکو له منګولو څخه خلاص کړو.))

خوست امنیه قوماندان دا هم وویل، چې په ښار او اطرافو کې يې امنیتي تدابیر پراخ کړي او او سمهال یوازې د پولیسو له خوا هره ورځ له پنځو تر شپږو زرو پورې موټرونه تلاشي کیږي او په همدې توګه نور امنیتي ارګانونه هم د تلاشۍ، چېک او کنټرول په برخه کې فعالیت کوي.

د یادونې وړ ده که څه هم په خوست کې امنیتي مسوولین د کلکو امنیتي تدابیرو خبره کوي، خو بیا هم کله نا کله د ښار په منځ کې د ترور، چاودنو او موټر تښتونو پېښې رامنځته کیږي.
XS
SM
MD
LG