د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ او ننګرهار کې د ګوزڼ ۹ پيښې ثبت شوي


په ننګرهار او کونړ کې د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي په خاطر درې ورځينې کمپين د نومبر په نهمه نيټه پيل شو. په دغه کمپين کې يوازې ننګرهار کې څه باندې پنځه لکه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي په خاطر دوه څاڅکې واکيسن ورکول کيږي.

په ننګرهار او کونړ کې د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي په خاطر درې ورځينې کمپين د نومبر په نهمه نيټه پيل شو. په دغه کمپين کې يوازې ننګرهار کې څه باندې پنځه لکه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي په خاطر دوه څاڅکې واکيسن ورکول کيږي.روغتيايي چارواکي وايي چې په ننګرهار او کونړ کې د پوليو نهه پيښې ثبت شوي دي.


د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست مرستياله ډاکټر مقدسه معصوم وايي چې په دغه درې ورځينې کمپين کې به له روغتيايي ګروپونو سره څه باندې درې زره رضاکاران مرسته کوي چې څه باندې پنځه لکو هغو ماشومانو ته به د ګوزڼ په ضد د واکسينو دوه څاڅکې ورکول کيږي، چې عمرونه يې له پنځو کلونو ښکته وي. نوموړې وويل:

(( کمپين به درې ورځې په ننګرهار ولايت کې وي چې له نن څخه شروع کيږي تر سبا او بل سبا پورې، او په عين وخت کې په کونړ ولايت کې هم جريان لري. موږ ۵۳۱۳۰۲ نفره ماشومانو ته بايد چې ننګرهار ولايت کې واکسين وکړو. زموږ کوم مثبت واقعات چې په ننګرهار کې راپوری شوي دي درې کيسه لرو چې دغه درې کيسونه په بټي کوټ، لالپوره او شينوارو کې دي، او شپږ کيسه موږ کونړ کې لرو چې د کونړ له شپږ واقعو څخه درې يې په وټه پور ولسوالۍ کې دي، يوه په نرنګ کې، يوه په چپه دره کې او يوه يې په خاص کونړ ولسواليو کې دي.))

د ننګرهار ولايت مقام اداري ريس قريب الرحمن هجرت په ولسوالانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې د کمپين له ګروپونو سره د واکسين په تطبيق کې پوره مرسته وکړي.

(( په ټولو ولسوال صاحبانو او په ټولو قومي مشرانو غږ کوم چې د دغې مهم چانس نه استفاده وکړي، او په مناطقو کې د رضارانو سره او د صحت عامې همکارانو سره مکمله همکاري وکړي او همدا رنګه په والديانو غږ کوم چې که په هر قيمت کيږي، دوی بايد خپل اولادونه واکسين کړي.))

د ننګرهار د ښځو چارو ريسه انيسه عمراني په ولسواليو کې د ښځو په شوراګانو غږ وکړ چې د واکسين په دغه کمپين کې دې له روغتيايي مسوولينو سره مرسته وکړي.

(( د ننګرهار د ښځو چارو رياست هم له صحت عامې سره په دغه کمپين کې ځان شريک بولي، او په ټولو خويندو او ميندو د شوراګانو له طريقه غږ کوي چې خپل ماشومان د پنځه کلنۍ نه ښکته واکسين کړي او له دغه معيوبيته ځان وژغوري.))

په اکثرو کليو کې هغو ماشومانو ته ميندې واکسين نه ورکوي چې عارضي ناروغي ولري، خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ډاکټر قهار لودين چې په کار ده چې ميندې ناروغو ماشومانو ته هم د واکسين څاڅکې ورکړي.

(( هغه ماشومان چې ناروغ وي، هغه هم بايد د رضاکارانو د کمپين په جريان کې د دوه دوه څاڅکو واکسينو لپاره راوباسي، چې هيڅوک، هيڅ ماشوم زموږ د دغه دوه څاڅکو واکسينو څخه پاتې نه شي.))

د ننګرهار د روغتيا چارواکي وايي چې د غه ولايت په ټولو ولسواليو کې د واکسين له تطبيق سره مخالفت شتون نه لري، خو د کونړ ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفين نه غواړي چې واکسين تطبيق شي چې له امله به يې ۱۶۰۰۰ تنه ماشومان د ګوزڼ د مخنيوي له څاڅکو څخه محروم شي.
XS
SM
MD
LG