د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له روسې تېل رانېسې


ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یو پلاوی روسیې ته ولاړ شي او د تېلو د پېرودلو یو مهم قرارداد لاسلیک کړي.

ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې یو پلاوی روسیې ته ولاړ شي او د تېلو د پېرودلو یو مهم قرارداد لاسلیک کړي.


د افغانستان حکومت او خصوصي شرکتونو په تېرو درېیو کلونو کې له دې وروسته چې کابل او مسکو په خپلو کې د تېلو او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړ، د هرکال په تېرېدو سره له روسیې څخه په زیاته اندازه سونګ مواد په بیه اخیستې دي.

افغان حکومت پلان لري چې؛ په را روان ژمي کې د خلکو د اړتیا وړ سونګ مواد له روسیې څخه وپېري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت معین مزمل شینواری وايي، ټاکل شوې ده چې په دې مقصد له روسیې څخه یو میلیون ټن پټرول او ډیزل وپېرودل شي څو په ژمي کې د سونګ موادو د بیو د لوړېدو مخنیوی وشي.

ښاغلي شینواري د روسیې غږ نشراتي موسسې ته ویلي، د سړو د موسم له را رسېدو سره سم په افغانستان کې د پټرولو، ګاز او ډیزلو بیې ناڅاپي لوړېږي.

دی زیاتوي چې؛ په بازارکې د بیو د انډول د ساتنې لپاره ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکي کې یو پلاوی مسکو ته سفر وکړي او د یو میلیون ټنه د سون موادو د پېرودلو تړون له روسي چارواکو سره لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین وايي، له روسي چارواکو سره د تفاهم په صورت کې له روسیې څخه د تېلو د پېرودلو اوږد مهالی موافقه هم ښايي لاسلیک شي.

شینواري همدا راز د هغو شکایتونو په اړه هم خبرې وکړې چې افغان سوداګر د افغانستان، ازبکستان د ګډ سرحد له لارې د روسي موادو په واردولو کې ورسره مخامخ دي.

دی وايي چې؛ د افغانستان کارګو یا مال التجاره د اوږدې مودې لپاره د ازبکستان او افغانستان په سرحد کې پاتې کېږي.

مزمل شینواری زیاتوي، د ازبکستان له ځینو موسسو سره د افغان سوداګرو تخنیکي او اداري ستونزې اوس حل شوې دي.

نوموړی افغان مقام زیاتوي، په نژدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ او ترانزیت یوه موافقه لاسلیک شي چې له مخې به یې افغانستان په دې وتوانېږي چې خپل صادراتي اقلام د ازبکستان د قلمرو له لارې په آسانه شرایطو او پړاوونو سره انتقال کړي.

افغانستان او روسیې په ۲۰۱۱ کال کې د تېلو او انرژۍ په سکټور کې د همکارۍ یو تفاهم لاسلیک کړ. د دې سند له مخې د افغانستان خصوصي او دولتي شرکتونو په ۲۰۱۱ کال کې د ګازپروم نفت له کمپنۍ څخه شپږسوه زره ټنه نفتي محصولات وپېرودل او په ۲۰۱۲ کال کې دا اندازه اته سوه زره ټنه ته ورسېده خو داسې ښکاري چې نوې معامله ساری نه لري.
XS
SM
MD
LG