د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست-ګردیز سړک یوه بله برخه هم پخه شوه


د خوست-ګردیز سړک په اوږدو کې دیارلس کیلومتره نور سړک هم د اتلس میلیونه ډالرو په لګښت د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادرې په مالي مرسته جوړ شو.

د خوست-ګردیز سړک په اوږدو کې دیارلس کیلومتره نور سړک هم د اتلس میلیونه ډالرو په لګښت د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادرې په مالي مرسته جوړ شو.


ځايي خلک او د خوست د سیمه ییزې ادارې چارواکې له مرکزي حکومت او نورو مرستندویه موسسو څخه غوښتنه کوي، چې د یاد سړک پاتې ۲۵ کیلومتره دې هم پوخ شي.

خوست-ګردیز سړک، چې پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست او غلام خان بندر سره نښلوي، تر سل کیلو متره ډېر اوږدوالۍ لري، چې یوازې لږه فاصله يې په سمو کې ده، پاتې نږدې ټول د لوړو غرونو او پرتو غونډیو په لمنو کې غځیدلی او هره ورځ پرې زرګونه بار لارۍ او واړه موټر تګ او راتګ کوي.

د خوست د چارواکیو په وینا د یاد سړک پر ابتدايي جوړولو یوولس کاله وړاندې کارونه پیل شول، خو اساسي جوړول يې اوه کاله وړاندې یوې هندۍ کمپنۍ پرغاړه واخیستل، چې نوموړې کمپنۍ یوازې ۶۳ کیلومتره سړک پوخ کړ، خو نور کار ورڅخه په نیمه کې پاتې شو.

په وروستیو کالونو کې د خوست خلکو او ادارې په پرله پسې توګه د یاد سړک د پاتې کارونو د بشپړیدو غوښتنه کړې او کله نا کله يې د اعتراض په بڼه نوموړی سړک د لږو ساعتونو له پاره تړلی او یايې لاریونونه تر سره کړي دي، خو د دې سړک مالي لګښت چې له پیله یوسایډ پر غاړه اخیستی، دا ځل یې دیارلس کیلومتره سړک نور هم پوخ کړ او اوس نوموړی سړک یوازې ۲۵ کیلومتره خامه پاتې شوی دی.

د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ، چې تېره ورځ د نوي جوړ شوي دیارلس کیلومتره سړک په پرانیسته کې ګډون کړی وو، د شمل دومنده ولسوالۍ په سیدخېلو ښارګوټي کې مشال راډیو ته داسې وویل:

((نوموړی سړک چې نږدې اوه کاله وړاندې د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې یا USAID په مالي لګښت چې ال، پي، جي په نوم یوې هندۍ کمپنۍ ته په قرار داد ورکړل شوی وو، چارې يې باید هماغه وخت د اتلسو میاشتو په موده کې سرته رسیدلي وای، خو متاسفانه د بیلابیلو لاملونو او یا په یوه او بله نامه يې تر ننه چارې وځنډیدې.

بیا هم یوسایډ اداره دې ته اماده او قانع شوه، چې د دیارلس کیلو متره نور سړک په جوړولو کې له موږه سره مالي مرسته وکړي، چې د دې کار چارې د دیارلسو میاشتو په موده کې پای ته ورسیدې، زموږ هیله غوښتنه هم د مرکزي حکومت له مشرتابه څخه، د اړوند وزارت یانې ټولګټو چارو وزارت څخه، نورو مرستندویه موسساتو څخه او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو د نړیوالې پرمختیايي ادارې څخه دا ده، لکه څرنګه چې له موږه سره يې د یاد سړک د بشپړ جوړولو وعده کړې وه او دې کار ته يې وردانګلي وو، په همدې توګه دې تر پایه موږه سره مالي مرستې وکړي.))


د ځدراڼو د سیمې یو تن اوسیدونکی حاجي میرحمزه د سړک د یوې برخې په جوړولو خوښي وښوده او خپل نظر يې په دې توګه شریک کړ:

((دې کار ته موږ ډېر خوشاله یو، دا یو ترانزیټي سړک دی، دا یوه لویه لار ده، دا د یو ولایت سړک نه دی، د دوو ولایتونو نه ده بلکې دا د ټول افغانستان لاره ده.))

د ځدراڼو قوم یو تن مشر له حکومت څخه د پاتې سړک د جوړیدو غوښتنه کوي:

((زه سحر ګل د ځدراڼو د قوم په نماینده ګی خبرې کوم، بعضې سړک پاتې شو پنځه یا اته کیلو متره به وي، امنیت په ساحه کې بالکل تامین دی، د دولت نه زموږ دا غوښتنه ده، چې په دې پاتې سړک باندې هم کار پیل شي او موږ ته جوړ شي.))

د خوست د فواید عامې رئیس انجینر مامور شاه مشال راډيو ته وویل، دا چې د خوست-ګردیز سړک د غرنیو سیمو څخه تېریږي، نو په بارانونو او واورو کې ډېر کله تړل کیږي، چې خلکو ته د ستونزو د ایجاد لامل ګرځي، هغه په خپلو خبرو کې د پاتې سړک د جوړولو غوښتنه وکړه:

((تقریباً یوولس کاله مخکې هم په دې سړک باندې یو څه کار وشو، خلک دې ته لیواله وو، چې باید دا ډېر ژر پوخ شي، مګر متاسفانه چې یو څه وخت يې ونیوه، مګر موږ همدا اوس هم په دې باندې خوشاله یو، چې په دې دیارلس کیلومتره سړک باندې مجموعاً اتلس میلیونه ډالر مصرف شوي دي، دا ډېرې پیسې دي.

زموږ یوه ارزو داده، چې هغه پاتې ۲۵ کیلومتره سړک زموږ له پاره ډېر مهم دی، ځکه دا سړک په یوه غرنۍ سیمه کې مسیرګزاري شوی دی، کله چې په دې غرنیو سیمو کې واورې او بارانونه چې وشي، اکثره وخت دا لارې بندیږي نو ښه به دا وي، چې دا سړک ژر زموږ له پاره قریزي شي.))


کتونکي انديښنه څرګندوي، که چیرې د ژمي موسم له رسیدو وړاندې د خوست-ګردیز سړک جوړولو ته اقدام ونه شي، ممکن د تېرو کالونو په شان یو ځل بیا د خټو او وارو له کبله خلک او موټر د تګ او راتګ پر مهال له ستونزو سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG