د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ملي شورا د غړو د وژنې عاملین باید مشخص کړي"


د افغانستان ملي شورا له حکومته غواړي چې د وژل شویو وکیلانو او سناتورانو د ترور عاملین مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان ملي شورا له حکومته غواړي چې د وژل شویو وکیلانو او سناتورانو د ترور عاملین مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.


دې شورا د چهارشنبې په ورځ د خپلو وژل شویو غړو په یاد، غونډه جوړه کړې وه او ویل یې چې د افغانستان اوسنۍ جګړه له بهره پردې هیواد تپل شوې او د بهرنیانو پلویان یې په مخ بیایي.

له تیرو ۷ کلونو راهیسې د ملي شورا نږدې شل غړي د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوي.

د ملي شورا غړي وایي، دوی په وار وار له حکومته غوښتي چې د وژل شویو وکیلانواوسناتورانو د وژنې عاملین مشخص او محاکمه کړي، خو وایی چې په دې برخه کې حکومت لازم اقدامات نه دي کړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د ملي شورا د وژل شویو غړیو په یاد غونډه کې وویل، که اړوند ارګانونه د وژل شویو وکیلانو او سناتورانوعاملین محاکمه کړي، نو کورنیو ته به یې یو لوی ډاډ وي:

"ولې زموږ له وار وار غوښتنو سره حکومتي مسئولین زمونږ د وژل شویو غړیو د عاملینو په نیول کیدو او محاکمه کې پاته راغلي، دوی تر اوسه نه دي توانیدي چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته ډاډ ورکړي، اړوند ارګانونه تراوسه نه دي توانیدلي چې د وژل شویو کسانو عاملین مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري."

په تیرو ۷ کلونو کې د ملي شورا شااوخوا اتلس غړي د وسله والو مخالفینو په حملو او چاودنو کې وژل شوي دي.

د لومړي ځل لپاره د ولسي جرګې شپږ تنه غړي د ۱۳۸۶ لمریزکال د عقرب په پنځلسمه نیټه په بغلان کې په یوه چاودنه کې ووژل شول چې ملي شورا هر کال په همدغه ورځ د خپلو وژل شویو غړیوپه یاد غونډه جوړوي.

د بغلان په پیښه کې د ولسي جرګې د وخت د اقتصادي کمیسیون ریس مصطفی کاظمي له خپلو پنځو نورو ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې ددې ولایت له تولیدي فابریکو یې لیدنه کوله.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار بیا وایي چې په افغانستان کې د زنځیره ي وژنو پلانونه له بهر څخه رهبري کیږي او د بهرنیو د پلویانو په وسیله عملي کیږي.

که څه هم ښاغلي ایزد یار د کوم ځآنګړي هیواد نوم وا نه خیست، خو د ملي شورا اکثره غړو پخوا ویلي چې؛ دا کارونه له پاکستان څخه رهبري کیږي:

"زموږ په هېواد کې د لاسوهنې او تیري توطئه ډیره ګرمه ده، هره ورځ زمونږ څو کورنۍ ماتم او غم ته کیني، زمونږ د هیواد جګړه د پردیو له خوا پراخیږي، زمونږ دې وکیلانو په خپلو وژلو سره ثابته کړه چې دوی په افغانستان پورې تړلي وو، د دوی قاتلین هغه دښمنان دي چې په هیواد کې دننه ریښه نه لري او له بهر څخه یې ملاتړ کیږي."

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې دوی له پخوا څخه د زنځیره یي وژنو د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړي او خپلې دا هڅې به همداسې روانې وساتي.

ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې برخه کې د ملي شورا غړو ته هم بشپړ ډاډ ورکوي:

"دا ډاډ او اطمنان همیشه مونږ ورکړی چې د افغانستان ملي پولیس د خپلو مشرانو په خدمت کې دي، ډیر تلاش به وکړي چې له یوې خوا هغه کسان چې په دې قتلونو کې لاس لري ونیسي او شبکې یې له منځه یوسي او بل لورته د دغو تحقیقاتو نتایج له ملي شورا سره شریک کړي."

په تیرو څه باندې لسو کلونو کې د ملي شورا له غړو پرته لسګونه لوړ پوړي افغان چارواکي هم په زنځیره یي ډول وژل شوي دي.

ملي شورا په داسې حال کې د زنځیري وژنو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي چې څه موده وړاندې د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل مشرانو جرګې ته وویل چې د برهان الدین رباني د وژنې عاملین یې نیولي.

که څه هم ویل کیږي چې د زنځیري وژنو پلانونه له هیواده بهر جوړیږي، خو کارپوهان وایي، ددې پلانونو په عملي کیدو کې د هیواد دننه ځینې کړۍ هم همکاري کوي.

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG