د لاسرسي ځای

تازه خبر

راتلونکې ټولټاکنې به افغان ولسواکي پیاوړې کړي


افغان ولسمشر وایي، راتلونکې انتخابات د افغانستان د ثبات او د ډموکراسۍ د پیاوړي کیدو لپاره ډیر مهم دي.

افغان ولسمشر وایي، راتلونکې انتخابات د افغانستان د ثبات او د ډموکراسۍ د پیاوړي کیدو لپاره ډیر مهم دي.

افغان ولسمشر راتلونکې ټولټاکنو د افغانستان لپاره تر ټولو مهم انتخابات وبلل.

د ولسمشریزي د ریاست د خبرپاڼې له مخې حامد کرزي دا خبره پرون د سېشنبې په ورځ په ارګ کې د انتخاباتو د کمیسیونونو له مشرانو او غړیو سره په کتنه وکړه.

کرزي وویل، راتلونکي ټول ټاکنو ځکه ډیر مهم دي چې د ډموکراسۍ اساس پیاوړي کوي او هم د افغانستان ثبات ور پورې تړلی دی.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر کرزي د دریمې دورې لپاره نشي کولای بیا ځان کاندید کړي.

د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزي په ټاکنو کې د پراخو سرغړونو ادعاوې شوې وې.

د راپورونو له مخې دا ځل هم د راتلونکو انتخاباتو شفافیت پر انتخاباتو د څارنې ډلو، مدني ټولنې او خلکو له عمده اندیښنې څخه ګڼل کیږي.

د ټولټاکنو امنیت هم یوه بله ستونزه ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې هم د انتخاباتو د دواړو کمیسیونو مشرانو په امنیتي او مالی برخو کې خپلې اندیښنې له ولسمشر سره شریکې کړې او هیله یي وښوده چې دغه ستونزې هوارې شي.

ټاکل شوې چې د ماليي او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت ریس او د یو شمېر نورو ادارو چارواکې نن د انتخاباتو لپاره پر امنیتي، مالي او ځینو نورو ستونزو خبرې وکړي.

د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وایي، د اسنادو او شکایتونو په اړه کار روان دی.

تمه ده چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو نهایي لست د لړم یاعقرب په ۲۵ اعلان شي.

د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشریزي ۱۶ کاندیدان له ابتدایي لست نه وغورځول او لس تنه یې د کاندیدی وړ وبلل.

د انتخاباتو د مهال ویش له مخې ټاکل شوی ده چې د ولسمشریزي د کاندیدانو انتخاباتي مبارزه د دلوې د میاشتی په ۱۳ پیل او د حمل تر ۱۳ دوام وکړي.

د ولسمشریزي او ولایتی شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د ۱۳۹۳ کال د حمل ۱۶ تعین شوې ده.
XS
SM
MD
LG