د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پر افغانستان پوهېدل غواړی تاریخ یې ولولۍ


د افغانستان تاریخ ولولۍ او هغه په سیمه ایزه سطحه وڅېړۍ، بیا نو له ۲۰۱۴ م کاله پس د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته حالت په اړه سم قضاوت کولای شۍ.


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې : د وسله والو پر ضد جګړه هېڅکله په افغانستان پورې تړلې نه وه – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یې لیکي:


په داسي حال کې چې د امریکا پوځ د بودجې له کمښت سره لاس او ګریوان دی او عسکر یي له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، ټول سیاست وال او پوهان له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان په اړه بحثونه کوې، پدي معنی چې د افغانستان مسلې پر مړي باندې د څیړنې او تحقیق شکل غوره کړی دی.

خپرونه لیکې: په بحثونو کې د امریکایانو نظریه مطرح کیږي او هېڅوک د جګړې د میدان خبرې نه کوي. خو د افغانستان د جګړو په اړه څېړنې او کتابونه واقعیتونه بل ډول بیانوي. د یوه کتاب لیکوال په خپل کتاب کې د یوه افغان خبره راخیستي چې وایي، که چیري تاسي موږ ته ښوونځي آباد کړۍ او مسجدونه مو ورغوۍ، طبیعي خبره ده چې موږ به تاسو ته په ورین تندي ګورو، لاس به درکوو او حتی تاسي بهرنیان به چاي ته رابولواو که امکان یې وي له تاسو سره به عکسونه هم اخلو، خو دا کارونه د یوه مصلحت پر اساس کیږې او هېڅلکه په دې معنا نه دی چې موږ تاسو ته وفادار یو او طالبان مو بیخي رد کړي دي.

فارین پالیسي خپرونه لیکې: تر هغو چې تاسې د افغانستان تاریخ سم ونه لولۍ او هغه په سیمه ایزه سطحه ونه څیړۍ، تاسې له ۲۰۱۴ م کال وروسته افغانستان یعني د بهرنیو عسکرو وروسته حالت په اړه سم قضاوت کولای نشۍ.

فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه یو بل مضمون هم خپور کړی او سر لیک یې ورکړی: په افغانستان کې د پاکستان تر ټولو غوره انتخاب.

خپرونه لیکې: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې له افغانستان پرته بل هېڅ هیواد د پاکستان په اندازه زیات تاوان نه کوي. ټول هغه خیالات او چورتونه چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د پاکستان لپاره موجود دي، هسې خوشې کیسې دي. پاکستان دا مهال له یوې کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی، په ډيره آسانۍ سره په سیمه ایزو سیالیو او حتا سیمه ایزې جګړې کې ښکېلېدای شي.
خپرونه لیکي: که فرض کړو چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او یو بنسټ پالی یا افراطي دولت یې جوړ کړ، پر پاکستان به يې اغیز څه وي؟ واضحه خبره ده چې په پاکستان کې به هم افراطیت قوت ومومي.

د افغانستان د کورنۍ جګړې بل اغیز به د دې سبب شي چې یو ځل بیا به په میلونونو افغانان هجرت ته اړ شي او بیا به هم پاکستان له ستونزو سره مخامخ کړي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندي لیکي: پاکستان یو انتخاب لري او دا انتخاب په تیرو دولسو کلونو کې هم موجود و. دا انتخاب د افغانستان او د پاکستان د راتلونکې لپاره د هېلو یو څرک دی. دا انتخاب په اوږده موده کې د پاکستان د ګټو کره څېړنه ده. په دې معنا چې یو باثباته ، سوکاله او خپلواک افغانستان د پاکستان په ګټه دی. د دې پرځای چې پاکستان په افغانستان کې د جګړو او شخړو اور ته لمن ووهي، منځلاري قوتونه باید وهڅوي، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باید هلې ځلې وکړي او د داسې یوه حکومت په رامنځ ته کېدو کې باید مرسته وکړي چې د افغانستان خلکو او سیمې ته د منلو وړ وي.
XS
SM
MD
LG