د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښاروالۍ مشورتي شورا جوړه شوه


په خوست کې د ښاروالۍ ریاست په چوکاټ کې د بیلابیلو ښاري ناحیو، مدني ټولنو او رسنیو له استازیو څخه یوه شل کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه،

نن د سه شنبې په ورځ په خوست کې د ښاروالۍ ریاست په چوکاټ کې د بیلابیلو ښاري ناحیو، مدني ټولنو او رسنیو له استازیو څخه یوه شل کسیزه مشورتي شورا جوړه شوه، یاده شورا به د ښاریانو ستونزې او غوښتنې له ښاروالۍ سره شریکوي، دوی به د ښاري نظم او ښاري پراختیا په اړه هم ښاروالۍ ته سلا مشورې ورکوي.


نوموړې شورا د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د طرزالعمل په رڼا کې د خوست د شپږګونو ناحیو، د یو شمېر مدني بنسټونو د غړو او رسنیو د استازیو څخه په انتخابي بڼه جوړه شوې، چې دوی به د ښاري نظم د ښه والي، د ښار د پراختیا او نورو ښاري خدمتونو د ښه وړاندې کولو په تړاو خپلې سلا مشورې له ښاروالۍ سره شریکوي او هم به د ښاروالۍ سره د ښار په پاکولو، سرسبزۍ او د ښاریانو د ستونزو او غوښتنو په شریکولو کې مرسته کوي.
خوست ښاروال محمد رسول رسولي مشال راډیو سره په خبرو کې د نوموړې مشورتي شورا د ګډو فعالیتونو په تړاو داسې وايي:

((د دوی عمده وظایف دا دي، چې په میاشت کې به دوه ځلې د ښاري ستونزو او مسائیلو په تړاو میاشت کې دوه ځلې ناستې کوي، دوی به خپل نظریات او مشاورې د ښاروالۍ له رئیس او نورو مسوولینو سره شریکوي، د دوی وظایف همدا دي، چې نظریات او همکارۍ به ښاروالۍ سره کوي.))

د خوست ښاروالۍ د مشورتي شورا نوی ټاکل شوی رئیس کرامت خان خپلواک وايي، چې له پخوا نه یوې داسې شورا جوړولو ته اړتیا موجوده وه:

((د دې له پاره چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې ښه کارونه ترسره شي، چارې په شفاف ډول پر مخ ولاړې شي او ښار هم مناسبې پرمختیاوې ولري، نو د ښو کارونو له پاره یو داسې ارګان یا شورا ته ضرورت وو، چې په هغه کې د ښاریانو د بیلابیلو صنفونو د استازیو نظرونه موجود وی، نو په همدې موخه د ښاروالۍ په چوکاټ کې د همداسې یوې شورا پرانیستنه کیږي.))

د خوست د المپیک کميټې مشر عزیز ملنګ وايي که چیرې د یادې شورا کارونه د طرزالعمل سره سم پرمخ ولاړ شي، نو نتیجې به يې ښې وي، خو که دا کار سمبولیک او نمایشي وي نو د یو شمېر نورو بنسټونو په شان به بې اغېزې شي:

((دا به وکولای شي، چې د ښار په صفایۍ کې ښه رول ولوبوي، دا کولای شي، چې د خلکو ستونزې له نږدې حل کړي، ځکه چې په دې شورا کې د ښار د شپږو ناحیو استازي په کې دي، که چیرې دوی په رښتیا سره په طرزالعمل باندې عمل وکړي، نو دلته به انشاالله د ولس ټولې ستونزې حل شي او که چیرې د دوی حرکت سمبولیک او نمایشي وي، لکه نن چې راغونډ شوي، خو بیا سبا ته څه نه وي نو بیا به دا کار بې نتیجې وي او پایلې به هم ونه لري.))

د مدني ټولنې فعال محمد رسول عادل د ښاروالۍ مشورتي شورا د ښاروالۍ او ښاریانو د اړیکو د ټېنګولو له پاره یو ښه قدم بولي:

((په خوست کې دا هم دی، هر کله چې ولس په ښار کې ستونزه ویني او یا نورې چټلۍ او کثافات ویني یا نورې بې نظمۍ وینی، دوی مسوولیت ښاروال ته راجع کوي، ښاروال په ښاروالۍ کې ناست دی، هغه بهر ته نه راوځي او مسوولین يې چې دي، هغه لیدل کیږي نه.
د دې په خاطر چې ولس او د ښاروالۍ مسوولین رابطه ټینګه شي، همدا مشورتي شورا به په ښار کې له خلکو سره روابط ټینګوي او د دوی پیغام به ښاروالۍ ته رسوي.))


د نظر خاوند زاهدشاه انګار مشال راډیو سره په خبرو کې که څه هم یاده شورا د ښاروالۍ د کارونو د ښه توب له پاره ګټوره بولي، خو زیاتوي چې دې شورا د تشکیل له پاره لکه څرنګه چې ښايي په هغه ډول سمې او رڼې ټاکنې نه دي شوي:

((دا ډول مشورتي شوراګانې ګټه لري، ځکه د ښاروالیو سره کمک کولای شي، خو څومره چې لازمه ده ښاروالۍ ریاست مخکې له دې چې د بیلابیلو صنفونو ټاکنې وشي، دوی خلک نه وو خبر کړي، د طرزالعمل نه يې څوک نه دې خبر، په ټاکنو باندې نظارت نه دی ترسره
شوی، نو زیاتره دا شکایتونه او اندیښنې شته، چې دا یو ډول انتصابي غوندې شورا ده.))


د یادونې وړ ده تر دې مخکې د خوست ولایتي روغتون د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له پاره ورته مشورتي شورا (کمونیټي بورډ) جوړ شوی، چې د روغتون مسوولین يې له کاره خوښ دي.
XS
SM
MD
LG