د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: چاودنې نهه تنه ملکیان ټپیان کړل


نن سه شنبه د سهار لس بجې د خوست ښار د بلند منزلونو په لین کې د پولیسو په یو رینجر موټر د لاسي بم برید وشو، چې په کې نهه تنه ملکي وګړي ټپیان شول،

نن سه شنبه د سهار لس بجې د خوست ښار د بلند منزلونو په لین کې د پولیسو
په یو رینجر موټر د لاسي بم برید وشو، چې په کې نهه تنه ملکي وګړي ټپیان
شول، خو پولیسو ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی.


په خوست ښار کې د ډاکټر بابري ګل کمکي روغتون مسوولینو مشال راډیو ته
وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه نهه تنه ټپیان لیږدول شوي، چې د ټولو
روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ټپونه يې برسیرن دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب مندوزي مشال
راډیو سره په خبرو کې یوازې د دوو تنو ملکي وګړو ټپي کیدل مني او وايي،
چې پولیسو ته په کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

نوموړي وویل، سره له دې چې په ښار کې يې امنیتي تدابیر ډېر کړي او په
ټولو سیمو کې کلکې تلاشۍ روانې دي، خو برید کوونکي د خلکو له ګڼه ګوڼې نه
په استفادې د پولیسو په رینجر موټر د لاسي بم برید وکړ او برید کوونکی په
تېښته بریالی شوی دی.

تر اوسه د نوموړي بمي برید په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده په خوست ښار کې له دې پخوا هم څو ځلې د خلکو له ګڼه ګوڼې
نه په استفادې دا ډول بریدونه شوي او بریدکوونکي په تېښته بریالي شوي
دي.
XS
SM
MD
LG