د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ډرون وژنې له ورنکاري شهید جوړ کړ


د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسود چې تېره جمعه ډورن برید وواژه
د تحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله مسود چې تېره جمعه ډورن برید وواژه

ورځپاڼې د عمران خان د پارټۍ د يوې مشرې شيرين مزاري تېزې تندې خبرې هم راخيستي چې وايي، د پاکستان پوځ بايد امريکايي ډرون الوتکې په نښه کړي.

د نيويارک ټايمز په رپورټ کې ويل شوي، د پاکستانيو طالبانو مشر، حکيم الله مسود، چې د دغه هېواد د بې ګناه خلکو وينې يې توی کړي او د پاکستاني حکومت تر ټولو غټ دښمن بلل کېدو، داسې بريښي چې په امريکايي ډرون بريد کې په وژل کېدو يې پاکستانيان خواشيني شوي وي.


ورځپاڼې د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چودرې نثار عليخان خبره راخيستې چې ويلي يې دي، امريکا په دغه بريد سره له طالبانو سره د پاکستاني حکومت د امن خبرې شنډې کړې.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د طالبانو د مشر د وژنې په غبرګون کې په افغانستان کې مېشتو د امريکا او ناټو ځواکونو پر وړاندې د خيبرپښتونخوا د اکمالاتي لارې تړلو دړکه کړې ده.

د ورځپاڼې د رپورټ له مخې، ښکاري داسې چې په پاکستان کې چا هم د حکيم الله مسود د وژنې په ډاګه هرکلی ونکړ. ورځپاڼه د ځينو امريکايي شنونکو په حواله وايي چې د نوموړي وژنې ته د پاکستان عکس العمل وښوده چې له امريکا سره د دغه هېواد اړيکې څومره بې باوره دي.

ورځپاڼې د يوه امريکايي څېړنکار بل روګيو خبره راخيستې چې وايي، حتی په موږ کې هغه څوک چې پاکستان له نيږدې څاري، نه پوهيږي چې له دغه هېواد سره يې اړيکې څه رقم دي. دا داسې يوه دوه مخې لوبه ده.

خو د ورځپاڼې له ليکنې سره سم، ډېری پاکستانيان بيا فکر کوي چې دا امريکا ده چې له پاکستان سره دوه مخې لوبه کوي.

ورځپاڼې د عمران خان د پارټۍ د يوې مشرې شيرين مزاري تېزې تندې خبرې هم راخيستي چې وايي، د پاکستان پوځ بايد امريکايي ډرون الوتکې په نښه کړي.

ورځپاڼه زياتوي، پاکستان له خپلې خاورې څخه د ترهګرو په له مينځه وړلو کې پاته راغلی دی.
سربېره پر دې چې طالبانو په دې تېرو کلونو کې د پاکستان بې ګناه خلک ووژل او امريکا د دغه هېواد پر حکومت بلها فشار راوړ چې د ترورستانو د له مينځه وړلو له پاره کوټلی اقدام وکړي، د پاکستان سياسي او پوځي اسټيبلشمنټ لا هم وايي چې له دوئ سره بايد د امن خبرې وشي.

دغه راز څېړنکاران وايي چې پاکستان تل هغو خلکو ته پر خپله خاوره ځای ورکړی چې امریکا يې د دښمن په توګه پېژني او هغه کسان يې بيا له پامه غورځولي چې غربي هېوادونو يې ستاينه کړې ده.

ورځپاڼې د عارفه صديقه مثال راوړی، چې نوموړې په افغانستان کې د امريکايانو د وژلو د هڅو له پاره تورنه شوه او دا مهال د نيويارک ښار په يوه زندان کې قيد ده. ورځپاڼه وايي، عارفه صديقه د پاکستان دننه د يوې اتلې او د قام د بچۍ په توګه ياديږي.

بل پلو د سوات ملاله يوسفزۍ، چې د ماشومانو د تعليم له پاره يې مبارزه کوله، طالبانو پرې تېر کال بريد وکړ او سخته يې ټپي کړه. د ورځپاڼې په خبره، غربي هېوادونو ملاله په يو شمېر جايزو ولمانځله، خو په پاکستان کې ورته بيا د سي آی ای ايجنټ ويل کيږي.

ورځپاڼې د امريکا په بوسټن ښار کې مېشت د يوه پاکستاني څېړنکار عادل نجم خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پاکستان و نه شو کړای د امريکايي ډرون بريدونو د مخالفت خپله خبره په دغه رنګ حمله کې د يوه وحشتناک ترهګر د وژنې له موضوع څخه جلا کړي.
XS
SM
MD
LG