د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له لوېدیځه لاره نشي جلا کولائ


مسلم ليګ (ن) پيبلز پارټي، عوامي نېشنل پارټۍ او متحده قامي مومنټ هغه غټ ګوندونه دي چې کله هم نه غواړي،پاکستان دې له ټولې نړۍ سره جنګ وکړي


د تېرې جمعې پر ورځ د شمالي وزیرستان په ډانډې درپه خېل کې په يوه امريکايي ډرون بريد کې د تحریک طالبان مشر حکیم الله مسود د وژل کېدو وروستو پاکستان وايي چې په هيواد دننه له طالبانو سره د دوی د سولې خبرو ته زيان رسېدلی دی، له دې پېښې وروسته د پاکستان کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي دي چې دوی به له امريکا سره خپلو اړيکو ته له سره کتنه کوي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري سره د مشال خبریال اسرار عالم مومند په پاکستانیو کې د اوسنیو پرمختګونو په باب مرکه کړې او له هغه یې پوښتلي چې پاکستان د دې جوګه دی چې له لویدیځ سره خپلې اړیکې وشلوي نو نوموړي وویل، پاکستان له امريکا سره په اړيکو کې کوم غټ بدلون نه شي کولای ځکه چې يو خوا به پاکستان له مالي مشکلاتو سره مخامخ شي نو بلخوا به نړۍ پاکستان او طالبانو ته بيا په يوه سترګه ګوري.

حسن عسکري وايي:

پاکستان له امريکا سره په اړيکو کې د بدلون جوګه نه دی، او که چیرې کوي یې نو حکومت به یې له زښته ډېرو مشکلاتو سره مخامخ شي، ځکه چې د پاکستان مالي او اقتصادي تکیه تر ډېره پر لویدیځ ولاړه ده.

که څه هم اپوزيشن به خوشاله وي چې د حکومت ستونزې زياتې شي، د ناټو رسد لاره وتړل شي، ډرون الوتکې راوغورځول شي او له امريکا سره اړيکې وشلول شي خو د هېواد خراب اقتصادي حالاتو ته په کتو سره به دا به ډېرې خطرناکې ثابتې شي.

که له امريکا سره د پاکستان اړيکې وشليږي نو پاکستان به له څه ډول ننګونو او چېلنجونو سره مخامخ شي؟

ګوره ! چېلنجونه خو به دا وي چې په هيواد کې دننه کوم حکومت ضد طالب پلوه عناصر دي هغوی ته به تقويت ترلاسه شي او هغه ځکه چې د هغوي خبره به ومنل شي. په نړيواله کچه به پاکستان يوازې شي. اروپايې هيوادونه، امريکا، جاپان او هغه نور هيوادونه چې د پاکستان مرسته کوي هغه به له پاکستان سره له مرستو لاس واخلي او دارنګ په دې وخت د پاکستان يوازې کېدل به داسې وي چې د نړۍ لپاره به بيا پاکستان او طالبان يو وي.

که د پاکستان مرکزي حکومت يا وزيرعظم نواز شريف د اپوزيشن په غوښتنه له امريکا سره اړيکې نه شلوي نو حکومت له څه قسمه مسلو سره مخامخېدائ شي؟

مشکالات خو پېدا کولای شي، چې هنګامې به وکړي خو په قامي کچه کوم تحريک نه شي راپورته کېداﺉ او هغه ځکه چې کوم غټ ګوندونه به یې ملاتړ ونه کړي، لکه پاکستان مسلم ليګ (ن) پيبلز پارټي ، عوامي نېشنل پارټۍ او متحده قامي مومنټ دا هغه غټ ګوندونه دي چې کله هم نه غواړي، پاکستان دې له ټولې نړۍ سره جنګ وکړي، نو زما خيال نه دی چې په مستقل ډول به ملک کې هنګامې دوام ولري ، همداراز عمران خان نه شي کولی چې دومره لوی تحريک وچلوي.
XS
SM
MD
LG