د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ سندرغاړې رېشما مړه شوه


پراګ - پاکستانۍ سندرغاړې رېشما د ۶۶ کالونو په عمر کې مړه شوې ده.


نوموړې د یکشنبې پر ورځ د لاهور په یوه روغتون کې مړه شوه.

رېشما له اوږدې مودې راهیسې د مرۍ په سرطان یا کینسر اخته وه.

رېشما د هند په راجستان کې زېږېدلې وه او د پاکستان تر جوړېدو وروسته یې کورنۍ کراچۍ ته کډه شوه.

نوموړې د راجستان د بنجارګانو له کورنۍ وه. د راجستان بنجارګان د پښتنو د کوچیانو په څېر له یو ځایه بل هغه ته کډه کوي. البته اوس په هند کې په ډېرو ځایونو کې بنجارګان په کلیو کې اوسي او د پخوا په څېر سفرونه نه کوي.

نوموړې د ۱۲ کالونو په عمر کې د پاکستان له دولتي راډیو لومړۍ سندره ویلې وه.

هغې په هند او پاکستان دواړو کې ډېر مینه وال لرل.

رېشما ته د هغې د کار په بدل یو شمېر اېوارډونه هم ورکړل شوي ول. په دې اېوارډونو کې د پاکستاني ولسمشر له خوا د ((امتیاز ستوری)) هم شامل دی.

هندي ورځپاڼه (هندو) لیکي، رېشما به ویل غږ (ږغ) یې د خدای ورکړه ده او دا چې هیڅ کله یې د سندرو رسمي زده کړه نه ده کړې.

د رېشما ډېرې زیاتې سندرې ویلې وې چې پکې چوري چوري، اکهیان نون رېڼ دې، دما دم مست قلندر، هایو ربا نیین لګدا دل او لمبي جدايي سندرې ډېرې زیاتې مشهورې شوې وې.

لمبي جدايي سندره رېشما هندي فلم هیرو ته ویلې وه. دا فلم او سندره ډېر زیات مشهور دي.


XS
SM
MD
LG