د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسود وژنې د سولې خبرو ته تاوان نه دی رسولی، امریکا


واشنګټن - امریکا د پاکستان دا دعوې ردې کړې دي چې ګواکې د جمعې ورځې ډرون برید له وسله والو سره د سولې خبرو ته تاوان رسولی دی.


د بې پیلوټه الوتکو په هغې حملې کې د پاکستان طالبانو تحریک مشر حکیم الله مسود (محسود، مسید) ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یوه چارواکي ویلي، له وسله والو سره د روغې جوړې خبرې د پاکستان کورنۍ معامله ده.

دا بیان وايي، امریکا او پاکستان دواړه ((د سختدریځه تاوتریخوالي په ختمولو کې ګډه سټراټیژیکي ګټه لري.))

تر دې مخکې د شنبې پر ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي ول چې په ډرون برید کې د حکیم الله مسود وژنه، د روغې جوړې د خبرو پر بهیر حمله ده.

نوموړي وویل، له امریکا سره د اسلام اباد د مرستو هر اړخ ته به بیا کتنه کوي.

پاکستان د شنبې پر ورځ د بې پیلوټه الوتکې د برید پر ضد د احتجاج لپاره امریکا سفیر هم وربللی وو.

له دې علاوه، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان هم پر ډرون برید سخت غبرګون وښود او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ لار وتړي.

په عین حال کې په ملتان کې په شوي یوه لاریون کې هم دا نظر مخې ته راغلی دی چې د حکیم الله مسود وژنه اصلاً د سولې پر عمل ګوزار دی.

تېره میاشت د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف په واشنګټن کې له امریکايي ولسمشر باراک اوباما سره د لیدو پر وخت له هغه د بې پیلوټه الوتکو حملو درولو غوښتنه کړې وه.

د جمعې د ورځې برید پر داسې وخت شوی وو چې حکیم الله مسود د پاکستان حکومت له ورلېږدول شویو ځینو کسانو سره تر لومړنۍ لیدنې وروسته په خپل ګاډي کې روان وو.

د شنبې پر ورځ د طالبانو سرچینو مشال راډیو ته وویل، د مسود پر ځای اوس د هغه مرستیال خان سید سجنا د طالبانو غورځنګ نوی مشر ټاکل شوی دی. البته طالبانو لا د نوموړي د ټاکنې رسمي اعلان نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG