د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې تعلیمي نظام تنګنظره کسان پیدا کوي


سرچینه: ډېلي ټایمز
ژباړه: فرخنده وزیر


ډېلي ټایمز په خپله یوه مقاله کې لیکي، په پاکستان کې ۲۱۰۰۰ داسې سکولونه دي، چې هیڅ ودانۍ نه لري، په نورو ښوونځیو کې یوازې ۳۹ فیصدي بجلې لري، او د ۶۴ فیصدي سکولونه په خراب حالت کې دي.


په ډېلي ټایمز کې هارون مصطفا لیکي، پر دې کې هیڅ شک نشته، چې تعلیم یوه مهذبه ټولنه جوړوي. او د تعلیم له وجې یوه ټولنه په اقتصادي، او کلتوري لحاظ سره پرمختګ کوي.

لیکوال وايي، پاکستان تر اوسه د تعلیم هغه معیار ته نه دی رسیدلی چې په موجوده حالاتو کې په کار وو، او له لارې یې چې د دغه هیواد ولس کولی شول، د حالاتو مقابله وکړي، او لکه د نورو قامونو پر مخ ولاړ شي.

ډېلي ټایمز لیکي په پاکستان کې د سیاسی عدم استحکام او غیر یقینې حالاتو له وجې د نورو شعبو سره سره تعلیم ته هم په دې تیرو وختونو کې زیان رسیدلی دی.

که څه هم د دغه هیواد په هر کوڅه او هر لاره کې یوه مدرسه پرانیستل شوې ده، چې پکې ماشومانو ته دینې تعلیم ورکړل کېږي، خو د دغې نصاب د پاکستان د تعلیمې نظام سره یوالې نه لري.

بله دا چې له دغه نظامه راوتلي ځوانان مذهبې تنګ نظري لري، او د خپلې ټولنې او ولس هغه شان خدمت نشي کولای څنګه چې ضرورت وي.

لیکوال وايي، په دې ټول عمل کې د استادانو رول تر ټولو زیات جوړېږي، چې دوی د یو ښه فکر په جوړولو او خپرولو کې خپل کردار ولوبوي، خو لیکوال هارون مصطفا وايي، په پاکستان کې بیا داسې نده، ډېر تعلیم یافته او تجربه لرونکي استادان او خلک داسې هم دي، چې مذهبې برداشت نه لري، د نورو قامونو او مذهبې لږکیو لپاره درناوی نه لري، او داسې فکر یوه ښه ټولنه نشي جوړولۍ.

ډېلي ټایمز لیکي، په پاکستان کې تعلیمې نظام داسې ندی، جې یو شان اسانتیاوې ټولو ته ورکړي، او بله داچې د نجونو تعلیم او بیا په کار روزګار په ټولنه کې یو شمېر بندیزونه دي.

په یو شمېر ځایونو کې نجونه تعلیم نشي حاصلولی، دوی اقتصادي پرمختګ نشي کولای نو بیا څنګ به په ټولنه کې یو ښه بدلون راځې.

لیکوال وايي، په ټوله نړۍ کې پاکستان اوس هم د هغه هیوادونو په لسټ کې دی، چې تر ټولو زیات ماشومان له سکولونو بهر دي، او د دغې لپاره به د دې هیواد حکومت او ولس ته لا ډېر څه کول وي، چې دا شان تر ۲۰۱۵م کاله پورې ټول ماشومان په سکولونو کې داخل کړای شي.
XS
SM
MD
LG