د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ځانمرګی هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو


د شنبې پر سهار وختي د تڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو تن ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسیدو وړاندې د ولایتي قواوو له خوا ووژل شو.


د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان مشال راډیو ته وویل، چې نوموړي ځانمرګي بریدګر، چې د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ يې پرځان وو اوغوښتل یې، چې ځان د ولایتي قواوو ګزمې ته ورسوي د یادو سرتېرو له خوا تر پیژندنې وروسته له منځه یووړل شو.
ولایتي قواوې هغه ځانګړی ځواک دی، چې د امریکايي ځواکونو سره پوځي دندې ترسره کوي او د خوست په ډیری سرحدي سیمو کې د همدې قوې سرتیري ځای پر ځای دي، تر اوسه د وژل شوي ځانمرګي بریدګر پيژندګلوې نه ده شوې.

(([د شنبې پر] سهار پنځه نیمې بجې د خوست ولايت اړوند د تڼيو ولسوالۍ په سيگۍ سيمه کې يو تن ځانمرګى بريد کوونکى چې د چاويدونکو توکو ډک واسکټ يې پرځان وو، د ولايتي ځواکونو له لوري هدف ته له رسيدو وړاندې له منځه يووړل شو، دغه ځانمرګى بريد کوونکى پلى روان وو، غوښتل يې چې د ولايتي ځواکونو په ګزمه باندې بريد ترسره کړي، خو کله چې دامنيتي ځواکونو لخوا وپيژندل شو په ډزو سره يې ووژلو، تراوسه پورې د ځانمرګي بريد کوونکي هويت معلوم نه دى، په دې تړاو څيړنې روانې دي.))

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام د خوست زاړه هوايي ډګر ته نږدې په یو کور یو توغندی لګیدلی او له کبله يې دوه تنه میرمنې او یو ماشوم ژوبل شوي، چې د ولایتي روغتون ډاکټرانو يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی دی، د خوست پوځي چارواکیو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې توغندی د وسلوالو له لوري توغول شوی دی.

تر اوسه د دواړو پېښو په اړه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG