د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي دي


خوست: افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره یوه یوه ولسي غونډه
خوست: افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره یوه یوه ولسي غونډه

خلک په دې شرط راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخلي، چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورته د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ ورکړي.


د خوست قومي مشران او د مدني ټولنو غړي وايي که چیرې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا خلکو ته د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ حاصل شي او باورمند شي، چې په دې ملي بهیر کې به درغلۍ نه کیږي، نو په راتلونکو ټاکنو کې به خلک په پراخه کچه برخه واخلي.


د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران او د مدني ټولنو غړي وايي، خلک په دې شرط راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخلي، چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورته د ازادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ ورکړي.

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼی وايي، چې له خلکو سره د شفافو او رڼو ټاکنو د ترسره کیدو په باب اندیښې شته، خو که دوی ته ډاډ حاصل شي، نو د ټاکنو بهیر کې به د خوستیو ولسونو ونډه پراخه شي:

"لویې غوښتنې دا دي، چې یو خو امنیتي موضوع ده، بل ولسونه په دې نظر دي که انتخابات کیږي نو شفاف انتخابات دې وشي، داسې نه چې بیا په دې کې درغلۍ وشي او یوازې نوم يې د ټاکنو وي او لکه په تیرو ټاکنو کې چې څه وشول بیا تکرار شي، له دې هم خلک ویره لري او ولسونه ورڅخه نا امیده دي، دا ټول اطمینان باید نړیواله ټولنه او د دولت ادره خلکو ته ورکړي، چې درغلۍ به نه وي، بلکې شفافې ټاکنې به وي او دا ناهیلۍ به دوی له منځه وړي، بیا نو په ټاکنو خلک هم برخه اخلي او په شفاف ډول به ترسره هم شي."

د ځوانانو د مدني ټولنو فعال عبدالولي واحد زی په راتلونکو ټاکنو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په بې طرفۍ ټینګار کوي او زیاتوي، چې ځوانان باید داسې نوماندانو ته رایه ورکړي، چې د هېواد راتلونکې لپاره ښې او معقولې برنامې ولري:

"تر ټولو مهمه غوښتنه مو دا ده، چې د راتلونکو ټولټاکنو له پاره باید نړیواله ټولنه او حکومت په کامله مانا سره خپله بې طرفي وښيي او ټولو ولسونو ته باید دا زمینه برابره کړي او ولس باید پریږدي، چې دا ځل خپل زعامت په خپله خوښه د خپلې رايې په قوت سره وټاکي.
په ټولو ځوانانو مو دا غږ دی، چې په راتلونکو ټاکنو کې داسې حکومت ته رایه ورکړي، چې هغوی د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې پرمختیا له پاره ښې برنامې ولري او ښې تګلارې ولري."

د ولایتي شورا استازې نعت بي بي عمري انديښنه لري، که د ښځو له حقونو نړیوال او حکومت په کلکه ملاتړ ونه کړي، نو ممکن د ښځو په ژوندانه کې شته پرمختیاوې هم له ګواښ سره مخامخې شي:

"له دولته او نړیوالې ټولنې مې هیله دا ده، چې زموږ خویندو ته د انتخاباتو په دفتر کې نیمايي سهم ورکړي، که په ماموریت کې وي، که د دفتر دننه وي او که په هغو کلیو کې وي، چې هلته د رايې ورکونې مرکزونه جوړیږي، که دوی زموږ د حقوقو ملاتړ ونه کړي، همکاري راسره ونه کړي، فکر نه کوم چې افغانستان به د پرمختګ پر لوري ولاړ شي، ځکه دلته ځینې داسې خلک شته چې زموږ حقوق نه غواړي او وايي، چې ښځې باید په کورونو کې کښېني، ځکه ښځه یا د کور ده او یا د ګور ده."

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالی روان سیمه ییزه اداره د خوست په کچه د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره ژمنه بولي، خو زیاتوي چې ټاکنې یو ملي بهیر دی او په دې کې د حکومت او خلکو مسوولیونه تر ډېره شریک دي:

"د خوست په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي حالات نسبتاً ډاډمن دي او د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله به ټاکنې دلته په ښه توګه ترسره شي، ولایتي ادارې خپل دا مکلفیت پېژندلی، چې د انتخاباتو بهیر د بریا په خاطر به خپلې هڅې په ښه توګه ترسره کوي، چې ټاکنې په ازاده، شفافه او عادلانه توګه ترسره شي، انتخابات یوه ملي پروسه ده، په دې کې حکومت هم مسوولیتونه لري او ولس هم مسوولیتونه لري، که حکومت او ولس په ګډه خپل مسوولیتونه وپيژني دا ملي بهیر به د بریا پړاو ته ورسیږي."

د کتونکو په وینا که چيرې مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او د ټاکنو ملي او نړیوال دفترونه په افغانستان کې د ۹۳م لمریز کال د وري میاشتې ټولټاکنو د بهیر د څار او کتنې لپاره په عملي پلانونو او اقداماتو لاس پورې نه کړي، ممکن په دې ټاکنو کې هم پراخې درغلۍ او بې عدالتۍ راڅرګندې شي.
XS
SM
MD
LG