د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامدکرزي د بریتانیا د دفاع له وزیر سره وکتل


د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په سیمه ایز وخت نن (چهارشنبه) له غرمې مخکې د لندن په ښار کې په خپل استوګنځي کې د بریتانیا د دفاع له وزیر فیلیپ هاموند سره وکتل.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي په سیمه ایز وخت نن (چهارشنبه) له غرمې مخکې د لندن په ښارکې په خپل استوګنځي کې د بریتانیا د دفاع له وزیر ښاغلي فیلیپ هاموند سره وکتل.


په دې کتنه کې د بریتانیا د دفاع وزیر وویل چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ناټو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ده وویل: که په افغانستان کې ثبات وي نو سیمه به هم په ثبات کې وي او د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېوال وي.

فیلیپ هاموند څرګنده کړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو، اردو او پولیسو دواړو له توقع څخه زیات د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې له ځان څخه ډیره ښه وړتیا ښودلې ده.

د بریتانیا د دفاع وزیر د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د روزنې د هغې اکاډمۍ د کار د پرمختګ په اړه چې د هغې د جوړیدو تفاهم لیک تېر کال کابل ته د دیوید کامرون د سفر پرمهال د ده او د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي ترمنځ لاسلیک شو، وویل چې دغه اکاډمي به تر راتلونکو څو اوونیو پورې خپل تعلیمي کال په رسمي ډول پیل کړي او د دغې اکاډمۍ ساختماني چارې به تر یو کال پورې بشپړې شي.

په دې کتنه کې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي موافقه لیک په اړه خبرې وکړې، وې ویل چې د دغه سند پر مهمو
XS
SM
MD
LG