د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې


چارواکي وايي، په غزني کې نن سهار وختي د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې پکې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په غزني کې نن سهار وختي د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې پکې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي. دوی وايي، تر نښته مخکې طالبانو د پوليسو پر اکمالاتي موټرو ماينونه ور وچول.


نښته تېره شپه ناوخته د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پوليسو تر منځ شوې ده، چې پکې د چارواکيو په خبره يو پوليس ژوبل شوی او پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د غزني سيمهييز چارواکي وايي، پوليسو ګېرو ولسوالۍ ته اکمالات رسول، چې پر لاره ورته طالبانو ماينونه خښ کړي وو او کمين يې هم نيولی وو.

دوی وايي، تر نښته وړاندې د پوليسو يو رېنجر موټر په ماين الوزول شوی، چې پکې يو تن پوليس ژوبل شوی خو وايي، په نښته کې بيا پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، تر نښته وروسته امنيتي ځواک په سيمه کې پنځلس ماينونه هم کشف کړي او خنثی کړي دي.

دی د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.

"يو اکمالاتي کتار د ګېرو پوليسو او اردو ته د اکمالاتو د رسولو لپاره روان و، خو طالبانو ورته په لاره کې ماينونه ايښي وو، د پوليسو يو رېنجر پر ماين ختلی او يو تن يې ټپی شوی، خو په مقابل کې يې بيا پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي."

خو طالبان بيا په نښته کې پوليسو ته د ځاني زيان ور اړولو دعوه کوي.

څلور ورځې وړاندې د ګېرو په پنه سيمه کې هم د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې وه، چې چارواکيو پکې د پنځو تنو وسله والو د وژلو ادعا کوله.
XS
SM
MD
LG