د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ هنډ پارک


هنډ پارک د صوابۍ سیند په غاړه پروت دی. خلک وايي، له ښارونو او د دنګو دنګو ودانیو په حصار کې یې چې زړه تنګ شي نو هنډ پارک ته ورځي.

مشال راډيو

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې هنډ پارک ته له پېښور، قبایلي سیمو او نورو ښارونو خلک د چکر لپاره ورځي. دې پارک ورغلي کسان وايي، د دې سیمې له طبیعي یا فطري ښکلا خوند اخلي.


د سیلانیانو په ګډون پارک ته موسیقاران هم ورغلي ول چې د خلکو لپاره یې موسیقي غږوله.


هنډ پارک د صوابۍ سیند په غاړه پروت دی. خلک وايي، له ښارونو او د دنګو دنګو ودانیو په حصار کې یې چې زړه تنګ شي نو هنډ پارک ته ورځي.

د قبایلي سیمې خیبر جمرود اوسېدونکی خانزاده ګل هنډ پارک ته د هر اتوار یا یکشنبې پر ورځ ورځي. دی وايي، په دې پارک کې زړه ته هوا ورکوي. او خوند ترې اخلي. او له د ښار له ګڼې ګوڼې پارک ته راتلو یې ورځنۍ ستړیا ووځي.

پارک ته د مومندو خانزېب مومند هم ورغلی وو. ده کرکڼې خوړلې خو ویل یې چې دا ګورګورې دي. موږ ورته وویل چې ګورګورې په غنم لو کې کېږي، او کرکڼې په مني کې، خو ده نه منله.

دلته په بڼ کې مې موسیقي واورېدله، په کلي وطن کې مې حالات داسې دي چې هر سړي ته د خپل سر غم وي، دلته مې لږ غم بدل شو.

هنډ پارک ته موسیقاران هم ورغلي ول چې د خلکو لپاره یې موسیقي غږوله او په دې ډول یې پیسې ګټلې.

په دوی کې یوه هنرمند وکیل الرحمان مشال راډيو ته وویل چې دی لرې لرې ځایونو ته ځي او باجه غږوي. نه یواځې دې پارک ته راځم بلکې نورو ځایونو ته هم ځم او په باجه غږولو ځان ته ګوله ډوډۍ موندم.


د هنډ پارک سیلانیان وايي، دوی تل د رخصتۍ یا چوټۍ پر وخت هڅه کوي چې هلته ورشي او له خپلو ملګرو او کورنیو سره ښه وخت تېر کړي.

موږ هم هلته له خلکو سره وخت تېر کړ او ماښام مهال ترې روان شو....
XS
SM
MD
LG