د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې ښځو د سورې ضد لاریون وکړ


د سوات اووه کلنه ماشومه سميرا چې په سوره کې ورکړل شوې
د سوات اووه کلنه ماشومه سميرا چې په سوره کې ورکړل شوې

احتجاجیانو په سوره کې د ماشومانو جینکو د ورکولو کړنه وغندله او غوښتنه یې کوله چې د وړو نجونو ورکونکي دې سزا کړل شي.

مشال راډيو

د خېبر پښتونخوا د سوات سيدوشريف کې د خېرښېګړې ټولنې خويندو کور تر سیوري لاندې په سوره کې د وړو نجونو ورکولو پر ضد د سوات پرېس کلب مېنګورې و مخې ته په یوه احتجاجي لاریون وشو.


احتجاجیانو په لاسونو کې لیکپاڼې (چارټونه) نیولي ول چې په سوره کې د ماشومانو جینکو د ورکولو کړنه غندل شوې وه او غوښتنه یې کوله چې د وړو نجونو ورکونکي دې سزا کړل شي.

د لاریونکوونکې یو مشرې کشماله تبسم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دوی په سیمو کې د ښځو جرګه ځکه جوړه کړې چې د نارینه وو په جرګو کې ښځو ته انصاف نه ورکړل کېږي. د کشمالې په خبره په تېره خه موده کې د سوات په بېلا بېلو برخو کې پنځه ماشومانې په سوره کې ورکړل شوې دي. دوی غوښتنه وکړه چې د سورې دغه ناروا عمل دې ژر تر ژره ودرول شي او څوک چې په دې کړنه کې لاس لري هغوی ته دې د پاکستان آیین او قانون لاندې سزا ورکړل شي.

د لاریون پر مهال يوه اووه کلنه ماشومه سميرا هم موجود وه، د هغې ماما عبدالاحد مشال راډيو ته وویل، چې دغه ماشومه د مدين اوسېدونکې ده او پلار يې په خپله لانجه کې بل خاندان ته په سوره کې ورکړې اوس يې بیايي نو ځکه په احتجاج راوتي دي او له حکومته انصاف غواړي چې داسې ماشومانې دې له دغه ناوړه او کرغېړن عمله خوندي وساتي.

د سورې د دغه اوسنیو کېسونو او د ښځو غوښتنو په اړه چې کله د مشال راډيو خبریال د سوات مرسيتال کميشنر فرخ عتيق وپوښتلی نو هغه وویل، چې دوی د سورې هر کېس په سنجيدګۍ سره اخلي او دوه درو کيسونو کې يې ځینې کسان نیولي هم دي او وايي، چې کله هم انتظامیه پر دغه ډول پېښو خبرېږي نو سمدستي یې د لاسلرونکو خلکو پر ضد ګامونه پورته کوي.

وکيله صایمه انور وايي، هر څوک چې د سورې په کېس کې ککړ وي، نو د پاکستان د قانون له مخې له درو تر لسو کالونو پورې د بند سزا او جرمانه ورکول کېداﺉ شي، او د سورې په معامله کې لاسلرونکي خلک چې ګواه وي، یا یې فیصله کوي، يا یې نکاح کوي دغه ټول يو شان ذمه وار دي او دوی ته سزا ورکول کېدای شي.

کشماله تبسم چې د سورې ضد لاریون مشري کوي له مشال راډيو سره د خبر پر مهال
کشماله تبسم چې د سورې ضد لاریون مشري کوي له مشال راډيو سره د خبر پر مهال


په سوات کې د سورې ضد لاریون
په سوات کې د سورې ضد لاریون
XS
SM
MD
LG