د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوماتو کې چاودنې د عبادت مخه نیول دي


د خوست قومونو پیوستون جرګه
د خوست قومونو پیوستون جرګه

د مسلمانانو په عبادتځایونو کې د چاودنو، وسلوالو بریدونو او وژنو غندنه وکړه او ويې ویل، چې دا له جوماتونو څخه د خلکو د منع کولو لپاره یو عمل دی،

د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې په جوماتونو او نورو مقدسه ځایونو کې وسلوال بریدونه او بمي چاودنې وغندلې او له حکومته یې وغوښتل چې د دا ډول پېښو ککړ کسان ونیسي او هغوی ته دې سخته سزاء ورکړل شي.


د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو، ځايي خلکو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د مسلمانانو په عبادتځایونو کې د چاودنو، وسلوالو بریدونو او وژنو غندنه وکړه او ويې ویل، چې دا له جوماتونو څخه د خلکو د منع کولو لپاره یو عمل دی، ګډونوالو هغه بمي چاودنه هم وغندله، چې په غزني ولایت کې د واده په یو موټر پسې وشوه او په کې اتلس تنه ښځې او ماشومان ووژل شول.


غونډه چې د دوشنبې په ورځ د قومونو پیوستون شورا په انګړ کې جوړه شوې وه، د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې له جوماتونو باید د امن او سولې مرکزونه جوړ شي او خلک پرېښودل شي، چې په ارام فکر په کې د خپل رب عبادت وکړي.
مولوي شامحمد د علماوو په استازیتوب په غزني کې د واده په یو موټر پسې بمي چاودنه وغندله او ويې ویل دا ډول کړنې د مسلمانانو له دیني ارزښتنو سره په ټکر کې دي:

"د الله(ج) کورونه چې جوماتونه دي، دا باید له ګواښ سره مخامخ نه شي، باید له جوماتونو څخه د امن او سولې مرکزونه جوړ شي، په دې کې باید چاودنې ونه شي او نه په کې چاته څوک ضرر ورسوي، دا د الله د رضاء کولو کور دی، پریږدئ چې هر سړی په خپله خوښه په کې د الله پاک عبادت وکړي، د الله عبادت وکړي، د الله نه غوښتنه وکړی، نو په همدې خاطر دا خلک راجمع شوي دي.

دویم دا چې سوله په افغانستان کې راشي او دریم دا چې انتخابات را روان دي، انتخابات باید په سوله ییزې طریقې سره وشي، ټول مسلمانان په دې کې شراکت وکړي، بل دا چې د لوګر په جومات کې چاودنه شوې ده، هغه پېښه يې وغندله، ځکه چې د الله په کور کې پېښه وشوه، د اختر په ورځ وشوه، دا اسلام سره په ټکر او مخالفت کې ده، دا د جوماتونو نه د خلکو منع کول دي او باید خلک له جوماتونو څخه منع نه شي، همدارنګه هغه چاودنه چې په غزني کې شوې ده، د واده د مراسم ګډونوال ښځې او ماشومان په کې وژل شوي دي، ډېر ګناه شوی دی، دا چې هر چا کړی وي، موږه دا پېښه غندو، دا د اسلام سره په ټکر کې ده او د اسلام مخالف عملونه دي."

یو تن قومي مشر حاجي شاه ولي وايي، چې په اوسني وخت کې زموږ مشران خوندي نه دي، دوی حتا په جوماتونو کې له منځه ځي، نو امنیتي ادارې باید د دوی د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي:

"دا څرنګه امنیت دی، چې د عید په ورځ په لوګر کې په مسجد کې قران شریف کې په هغه کتاب کې چې موږ ایمان پرې راوړی دی، په هغه کې د لوګر والي ته بم ځای په ځای کیږي، دا څوک ځای پر ځای کوي، چې ارسلا جمال بیچاره په کې ژوند دلاسه ورکړ، داسې نور ډېر لکه ناظم ځدراڼ چې په مسجد کې ووژل شو، نو زموږ هېڅ شی هم خوندي نه دي."

د هدایت الله په نوم د مندوزیو یو تن قومي مشر وویل، حکومت باید هغه کسان چې په جوماتونو کې دا ډول عملونه سرته رسوي، پیدا او سخته سزاء ورکړي:

"هدفي وژنې چې په جوماتونو کې ترسره کیږي، دا په کلکه غندو، دا یو ناروا کار دی له حکومت مو نه دا غوښتنه ده، چې باید دوی د داسو پېښو کلکه څارنه وکړي، دا خلک چې دا ډول عملونه سرته رسوي، هغه پیدا کړي، هغو ته کلکه سزاء ورکړي، داسې نه چې په یوه دروازه ویې ونیولو او په بله دروازه خلاص وي، چې یو سړي ته ښه کلکه سزاء ورکړي، بل سړی والله که داسې عمل وکړي."

د بادشاه زار ګل په نوم هم د تڼیو د ولسوالۍ یو تن قومي مشر په خپلو خبرو کې په جوماتونو کې د وینو تویول ناسم کار بولي او وايي:

"زه بادشازادګل یم د تڼیو د قوم اوسیدونکی، زه په خپله هم دا وایم چې په جومات کې د وینې تویول یا نور ناروا کارونول غلط کار دی، دا موږ غندو، دا ښه کار نه دی، چې څوک يې کوي هغو ته د خدای هدایت وکړي او که د هدایت لایق نه وي، خدای دې هسې ورک کړي."

د یادونې وړ ده په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې په جوماتونو او نورو مقدسه اماکنو کې د بریدونو او بمي چاودنو پر ضد پراخې غونډې او لاریونونه وشول، دوی د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې د جوماتونو او عبادتځایونو احترام دې ولري او د ملکي وګړو د ژوندانه خوندیوتوب ته دې پام وکړي.
XS
SM
MD
LG