د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د وزیرستان زده کوونکو مېله


د وزیرستان په شپې کې د موسیقۍ پروګرام وشو چې ورته د سیمې مشران هم ورغلي ول. د دې غونډې ګډونوال وايي، دا ډول پروګرامونه ورته ډېر د ارزښت وړ دي

د شمالي وزیرستان میر علي کالج زده کوونکو د بنو د لوبو په لوی میدان کې د وزیرستان شپې په نوم کلتوري غونډه کړې ده. دې غونډې ته د وزیرستان بېلا بېلو سکولونو او کالجونو زده کوونکي ورغلي ول.

د وزیرستان په شپې کې د موسیقۍ پروګرام وشو چې ورته د سیمې مشران هم ورغلي ول. د دې غونډې ګډونوال وايي، دا ډول پروګرامونه ورته ډېر د ارزښت وړ دي ځکه چې د دوی سیمه له اوږدې مودې راهیسې نا امنۍ ځپلې ده.


د مشال راډيو خبریال د وزیرستان شپې په نوم دې کلتوري غونډې ته ورغلی وو او له زده کوونکو سره یې خبرې کړې.

له دوی یې پوښتلي چې دا غونډه یې په شمالي وزیرستان کې ولې نه جوړوله او بنو ته ولې ورغلي دي؟

یو څو زده کوونکو د دې پوښتنې ځواب راکړ:

"په بنو کې مو ځکه د وزیرستان شپې په نامه مېله جوړه کړه چې په سیمه کې مو حالات خراب دي، او د دوی په خبره چې ټولې نړۍ ته دا پېغام ورکوي چې وزیرستان ډېر پر امنه خلک لري."


نورو زده کوونکو بیا وویل چې په سیمه کې یې د زده کړو لپاره حالات خراب دي. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د زده کړو په لار کې دې ولاړ خنډونه ورته ختم کړي:

"د وزیرستان خلکو ته د هغوی حقوق نه ورکول کېږي، بلکې نور یې پر حقونو خېټه اچولې ده، موږ ته یې له نورو سیمو استادان رالېږلي دي او هغوی کالج ته نه راځي او نه زدکړې راکوي، په کالج کې مو هاسټل نشته، او شته هغه بیا ډېر زوړ دی، د استوګنې نه دی، د کالج ټرانسپورټ نشته، موږ ته باید وظیفې راکړل شي."

د وزیرستان د زده کوونکو په خبره، دوی سوله ییز خلک دي او د نا امنۍ حالاتو زښت ځپلي دي. د کالونو تر نا امنۍ مخکې په شمالي وزیرستان کې اکثر وخت زده کوونکو د موسیقۍ پروګرامونه، مشاعرې او نورې ټولنیزې کلتوري غونډې جوړولې.
XS
SM
MD
LG