د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني واده چاودنه: د وژل شویو شمېر ۱۸ ته ورسېد


غزني - د یکشنبې پر ماښام د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د واده د وراباڼو يو موټر په ماين ختلی دی، چې له امله يې د وژل شویو شمېر ۱۸ ته ورسېد.


د افغانستان د کورنیو چارو له وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې ۱۴ ښځې، یو ماشوم او درې سړي شامل دي.

خبرپاڼه وايي، په پېښه کې پینځه ښځې ژوبلې شوې دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، دا کسان په یوه ورا روان ول چې د مازیګر په څلور نیمې بجې د اندړو په حبیب ګوډلو کې پر سړک په ښخ شوي ماین ورپېښ شول.

ټول کسان په یوه فلاینګ کوچې کې سپاره ول.

د بريد مسووليت لا تر اوسه چا نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG