د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې نښته، درې وسله وال وژل شوي دي


غزني - افغان چارواکي وايي، طالب وسله والو تېره شپه د غزني ګېرو ولسوالۍ په پنه سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي، چې وروسته بيا د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې او څو ساعته يې دوام کړی دی.


په دغه نښته کې درې تنه وسله وال وژل شوي او د طالبانو د يو نظامي مسوول په ګډون پینځه نور ژوبل دي.

د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخوا وايي، د طالبانو ټپي شوی قومندان ملا تراب نومېږي.

دی وايي، وژل شوي وسله وال پاکستانيان دي او له وزيرستان څخه راغلي وو.

((طالبانو په ګېرو کې د محلي پوليسو پر پوسته بريدونه وکړل چې وروسته د پوليسو جنګ ورسره ولګېده. په دغه جګړه کې درې تنه طالبان چې پاکستاني وزير دي وژل شوي او د طالبانو د يو نظامي مسوول او وتلي قومندان ملا تراب په ګډون پکې پنځه تنه ټپيان دي. طالبانو د پنې د جوماتونو سرونو ته هشتاد و دو خېږولي وو او پر پوليسو يې بريدونه کول، خو د نښتې په پايله کې دوی ته درانه تلفات اوښتي دي.))

د ولسوال په خبره، په نښته کې عامو وګړو او سيمه ييزو پوليسو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

درې اوونۍ وړاندې هم په ګېرو کې د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې پکې چارواکو د اوو تنو د وژلو او ټپي کولو خبره کړې وه.
XS
SM
MD
LG