د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست و پکتیا خلک: چې د والیانو ګټه نه وي کار نه کېږي


د خوست ګردېز لویه لار په ژمي کې د لا نور مشکل سبب ګرځي
د خوست ګردېز لویه لار په ژمي کې د لا نور مشکل سبب ګرځي

ګردېز - د خوست او پکتيا اوسېدونکي ګيله من دي وايي چې ولايتي ادارې يې عام المنفعه پروژو ته لومړيتوب نه ورکوي او وايي په کومو پروژو کې چې د ولايتي ادارو او په شخصي ډول د واليانو ګټې نه وي خوندي، د دوی په خبره هغه پروژې يې له پامه لوېدلې دي.


د خوست ګردېز ترمنځ د غځېدلې لويې لارې موټروانان، مسافر او اوسېدونکي د يادو ولايتونو له واليانو شکايت کوي وايي چې په خپل وخت يې له دوی سره کړې ژمنې سرته نه دي رسولې.

دغه خلک وايي چې که چېرته عام المنفعه پروژو ته جدي پاملرنه ونه شي، دوی به لويې لارې تر هغو پورې وتړي چې غوښتنې يې ومنل شي.

خلک دا شکايتونه په داسې حال کې کوي چې د شنبې پر ورځ د پکتيا ولايت دريو ځدراڼ مېشتو (وزې ځدران، ګرده څېړۍ او ښواک) ولسواليو اوسېدونکو د خوست او ګردېز ترمنځ لويه لاره د يوې مظاهرې په ترڅ کې تړلې وه.

دوی غوښتنه کوله، چې که چېرته يې د لويې لارې د جوړېدو چارې ژرترژره پيل نه شي، نو دوی به دغه لاره تر هغو پورې د ترافيکو پرمخ وتړي.

((زموږ ټولې پروژې همداسې ولاړې دي، د خوست ګردېز ترمنځ لاره، د غزني ګردېز ترمنځ او نورې ټولې لويې پروژې ولاړې دي، چې په کومو پروژو کې د واليانو ګټې نه وي، دوی دا کارونه نه کوي.))

یوه بل کس وویل:

((دا پينځه کاله کيږي، چې دغه سړکونه همداسې خام پراته دي، چې نه جوړيږي، په يوه او بله ورځ ژمنې کوې او جوړيږي نه، حکومت وايي نن دا کار کوو سبا يې کوو دا شپږ کاله کيږي نه دي شوي.))

د پکتيا اوسېدونکي تور پورې کوي چې ولايتي ادارې په ژمنو کې ورسره پاتې راغلې او د هغو پروژو چارې په ټپه ولاړې دي چې د تر دې وخته پورې يې بايد چارې بشپړې شوې وی.

د مدني ټولنو فعالان د خلکو غوښتنې او شکايتونه پر ځای ګڼي وايي چې که دولت د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړي، نو له سترو ننګونو سره به مخ شي، د اوښتون کلتوري ټولنې غړی فريد احمدزی وايي:

((د خلکو غوښتنې پر ځای دي، ټولې پروژې همداسې په ټپه ولاړې دي، د خلکو غوښتنې که ونه منل شي نو پېښېدونکې ټولې مسلې به د دولت په غاړه وي، ځکه دلته د سل بستريز روغتون چارې ولاړې دي، د خوست ګردېز ترمنځ لار، غزني او ګردېز ترمنځ سړک او مچلغو بند دا ټولې پروژې ولاړې دي.))

د پکتيا اوسېدونکي په داسې حال کې د مظاهرو ګواښ کوي چې د دې ولايت د فوايد عامې ريس عبدالله درانی وايي په نږدې راتلونکي کې به د غځېدلو لويو لارو د چارو د پيل کېدو او ګړندي کېدو کارونه ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG