د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل ځانمرګي په پټکي کې چوونکې مواد ایښي ول


کلات - افغان چارواکي وايي، ځانمرګی بريد د شنبې په مازیګر په کلات کې د پوليسو د کنډک د قومندان پر کور شوی دی، چې پکې په خپله ځانمرګی او يو پوليس وژل شوي او درې نور پوليس ژوبل دي.


چارواکي وايي، ځانمرګي بريدګر چوونکي توکي په پټکي کې ايښي ول او غوښتل يې د کنډک قوندان محمد اصف توخي ته د نورو خلکو په څېر د حج مبارکي ورکړي، خو پوليسو پېژندلی او د وړاندې تلو مخه يې نيولی دی.

محمد اصف توخی وايي، زيات خلک ورته د حج د مبارکۍ په موخه کور ته ورتلل، چې پکې د ځانمرګو يوه ډله هم ننوتې وه.

دی وايي، دغه يو تن ځانمرګي په دروازه کې ځان چوولی او څلور نور ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.

((ځانمرګي په قره ول کې ځان چوولی دی. دوی يوه ډله وه، چې څلور تنه يې تر بريد وروسته نيول شوي دي. داسې ښکاري چې اوس په سيمه کې د دوی ځينې ملګري شته، خو پوليس به يې ونيسي.))

د زابل د روغتون ډاکټران وايي، د پېښې له ځايه د يوه پوليس جسد او درې تنه ټپي پوليس هم ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د بريد مسووليت وسله وال طالبان مني.

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، په بريد کې څلور تنه پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
XS
SM
MD
LG