د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د جنسیتي واټن لاملونه څه دي؟


د اقتصاد نړیوال فورم یا ورلډ ایکانامک فورم په نړۍ کې د جنسیتي واټن یا د ښځې او سړي ترمنځ د فاصلې په اړه په خپل رپورټ کې په ۱۳۶ ملکونو کې سروې کړې چې دا مالومه کړي، په تعلیم، سیاسي او اقتصادی پرمختګ او صحت کې د ښځو او سړیو د ژوند تر منځ څومره فرق دی؟


دا رپورټ لیکي په نړۍ کې د تېر کال په نسبت سږ کال په ۸۶ هیوادونو کې د ښځو په ژوند کې ښه والی راغلی.

ایس لینډ د نړۍ هغه هیواد دی چیرته چې جنسیتي واټن تر ټولو کم دی، په دې لېسټ کې فن لینډ په دویم، ناروې په درېیم، سویډن په څلورم، او فلپین په لومړي ځل په لومړیو ۱۰ هیوادونو کې په پينځم ځای دی.

پاکستان په دغه لېسټ کې د ښځو د صحت د ښه والي په اړه په ۱۲۴ نمبر دی، په تعلیمي شرح کې په ۱۲۹ نمبر دی، او په اقتصادي پرمختګ کې په ۱۳۵ ځای دی، چې دا شان د نړۍ په هغه هیوادونو کې راځې چیرته چې ښځې او نجونې په تعلیم صحت او اقتصادي لحاظ سره وروسته پاتې دي.

دا چې د دې وجوهات څه دي؟ په ځواب کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ثمر من الله وایې ((په پاکستان کې څومره ښځې چې کار کوي، دوی ته هغه شان ګټه نه ملاوېږي، څنګه چې باید وي، او په کار دي. موږ د ورلډ اکنامک فورم د دې رپورټ په اړه لږ فکر کوو. او بیا اوس چې موږ د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو قوانین هم لرو، خو زما په فکر په پاکستان کې د ښځو برخې ته څوک سم نه ګوری، او دا هغه وجه ده، چې دې هیواد کې جنسیتي واټن زیات دی. ))

د ورلډ ایکانامک فورم دا رپورټ دا هم وایې په ۲۰۰۶م کال کې پاکستان په نړۍ په جنسیتي واټن کې په ۱۳۲ نمبر وو، او په ۲۰۱۳ کال کې درې درجې نور هم وغورځېد.

بلخوا دغه رپورټ ښیي په پاکستان کې د ښځو سیاسي پرمختګ له پخوا ښه شوی.

د عوامې نیشنل ګوند یو مرکزي مشره بشرا ګوهر وایي له پخوا اوس په ښځو کې سیاسې پوهه زیاته شوې ده: (( په سیاسي ګوندونو لکه پیپلز ګوند کې ډېرې ښځې سیاستوالې دی، او دا شان په عوامې نیشنل ګوند کې هم ښځو ته زیاته برخه ورکړل شوې ده. باچا خان د پاکستان تر جوړېدو مخکې ویلي ول، چې ښځې او سړې باید د ژوند په هر میدان کې یو شان برخه ولري، او د دوی په کار کې څه فرق ونکړل شي. ))

د ورلډ ایکانامک فورم تر مخه، په پاکستان کې په تعلیم او صحت کې د ښځو او سړیو په ژوند کې فاصله زیاته ده، چې په صحت کې ۹۶ فیصده او تعلیم کې ۹۳ فیصده لرې والی لري.
XS
SM
MD
LG