د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (پښتو رسنۍ او د فرهنګ و هنر وده)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په دې خپرونه کې به واورئ چې د پښتو فرهنګ او موسیقۍ پرمختګ لپاره رسنۍ څه رول لوبوي؟

چاپي رسنۍ څنګه کولای شي چې د پښتنو کلتور ته وده ورکړي؟

په پېښور کې خبریال او ادیب روښان یوسفزی وايي، دا مهال په پښتونخوا کې دوه مجلې چاپېږي. یوه لیکوال نومېږي او بله هغه پاڅون.

د ده په خبره، دواړه مجلې د پښتو هنر او کلتور پرمختګ او ودې لپاره کار کوي، خو له دې علاوه نور څه خاص نشته.

یوسفزی اندېښمن دی چې ښايي د پښتونخوا اوسنی حکومت د پښتو فرهنګ ودې لپاره هسې کار ونکړي لکه تېر حکومت چې کړی وو.

د پاڅون مجلې مشر حضرت زبیر زبیر وايي، دوی هڅه کوي چې په خپلې مجلې کې د پښتو موسیقۍ په اړه مالومات خپاره کړي.

د پښتو ژبې لیکوال او شاعر، ډاکتر زبیر حسرت، پر حکومتي ادارو غږ (ږغ) کوي چې د پښتو موسیقۍ د پرمختګ لپاره کار وکړي.

پر دې موضوع په خپرونه کې نورې خبرې هم شوې دي.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG