د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره کوونکو د خوست - ګردېز لویه لار تړلې ده


ګردېز - د پکتيا ولايت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ خلکو د دې ولايت د مرکز ګردېز او خوست ترمنځ غځېدلې اوږده ۱۰۵ کيلومتره لار د يوې مظاهرې په ترڅ کې تړلې.


د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهيسې دولت ورسره د ځدراڼ مېشتو دريو ولسواليو سړک د پاخه او اساسي ډول جوړېدو ژمنې کوې، خو تر دې دمه پرې کار نه دی پيل شوی.

د وزې ځدراڼ د پراختيايي شورا مشر او قومي مشر ناديم خان چې د نږدې ۲۰۰ مظاهره چيانو مشري يې کوله وويل چې دولت ورسره تل په نن او سبا د سړک جوړېدو ژمنه کوي، خو تر دې مهاله پرې څو ځل پيل شوی کار سرته نه دی رسېدلی.

نوموړی وايي چې که دولت په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي او د دې سړک د جوړېدو چارې ژرترژره پيل نه کړي، نو دوی به دخوست او ګردېز ترمنځ دغه غځېدلې لويه لاره تر هغو د ترافيکو پرمخ وتړي چې ترڅو پورې د دې لارې د جوړېدو چارې نه وي پيل شوې.

دی ګواښ کوي چې که دولت د دوی غوښتنې ته غوږ کېنږدي، دغه لويه او غځېدلې لاره به په ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې وتړي.

مظاهره چيان وايي چې مرکزي او ولايتي اداره يې دريو ځدراڼ مېشتو ولسواليو ښواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ته، په پرمختيايي چارو کې هېڅ ډول پام نه کوي او دوی شکايت کوي چې که دولت يې غوښتنې ونه مني دوی به خپلو مظاهرو ته همداسې دوام ورکړي.
د پکتيا ولايت د فوايد عامې ريس عبدالله درانی وايي چې د خوست ګردېز ترمنځ د غځېدلې لويې لارې د جوړېدو چارې په نږدې راتلونکې کې پيل کېدونکي دي.

نوموړی وايي چې د دې سړک د جوړېدو چارې پخوا تر دې پيل شوې وې، خو د قراردادي شرکت او مرسته کوونکې ادارو ترمنځ د خپلمنځي مشکلاتو پر اساس د دې سړک د جوړېدو چارې په نيمايي کې په ټپه ودرېدې.

دی زياتوي چې وزارت ددغه سړک قرارداد په کابل کې ترسره کړی دی، خو د چارو د ژر پيل کېدو لامل يې دوی ته نه دی معلوم.

د يادونې وړ ده چې هره ورځ په دغه لاره سلګونه لوی او واړه موټر د خوست او ګردېز ترمنځ تګ راتګ کوي او هم له دې لارې د هيواد مرکزي برخو ته بارداره موټر د غلام خان له لارې داخليږي.
XS
SM
MD
LG