د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پلان له لارې د عوامي نیشنل ګوند غړي په نښه کېږي"


کراچۍ - د عوامي نیشنل ګوند د مخکښ مشر ارباب عبدالظاهرکاسي د تښتونې په ضد د جمعې په مازیګر د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهره وشوه . په مظاهره کې د عوامي نیشنل ګوند ګڼ شمیر غړو او مشرانو ګډون درلود. مظاهرینو په لاسونو کې بینرې نیولی وې او ارباب عبدالظاهر د تښتولو پر ضد یې نارې وهلې.


مظاهرې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند پخواني صوبایي جنرل سیکرټري بشیرجان وویل چې د یو جوړ شوي پلان تر مخه د دوی د ګوند غړي او مشران د پاکستان په ټولو برخو کې په نښه دي.

((د ارباب عبدالظاهرکاسي د تښتونې دا دی درې ورځې پوره شوې د هغه لا هم څه پته نه ده لګېدلې، د هغه د راخوشې کولو لپاره نن موږ دا مظاهره کوو، موږ غوښتنه کوو چې هغه دې په درې ورځو کې راښکاره کړې شي . که داسې ونه شوه نو بیا به زموږ مرکزي پارټۍ د راتلونکي په اړه خپله تکلاره اعلانوي.))

د یاد ګوند د ارګنایزنګ کمیټۍ غړي وکیل خان سواتي له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی ګوند هیڅ یو غړی به د ترهګرو مخې ته سر ټیټ نه کړي، نوموړي د بلوچستان له صوبایي او مرکزي حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې د ارباب عبدالظاهر په راخوشې کولو کې دې خپل رول ولوبوي:

((د ارباب صېب تښتونه زموږ د ګوند د غړو او مشرانو په ضد د شروع شوي امتیازي سلوک کړۍ ده ، په دې ملک کې دغه شان کارونه کیږي خو تراوسه د هیچا غل مالوم نه شو، ارباب صېب په رڼا ورځ له داسې ځایه پورته کړی شوی دی چې هلته هر وخت ګڼه ګوڼه وي. موږ د دې غندنه کوو، او حکومت باید د دوی په راخوشې کولو کې مرسته وکړي.))

په مظاهرې کې شریک د کراچۍ د وکیلانو د اتحادیې مشر حمید خټک په اوسني حکومت سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې نوي حکومت د عوامي نیشنل ګوند له مشرانو څخه سیکورټي بیرته اخیستې ده چې له امله یې د دوی د ګوند د غړو او مشرانو په نښه کیدل د دوی مخالفینو ته اسان شوي دي:

((د هر ښاري د ژوند ساتنه د حکومت فرض دي، خو د نوازشریف حکومت یو ځل بیا د ۱۲ اکتوبر ۱۹۹۹ په لوري روان دی. دوی په د خپلو دې ډول کړنو له وجې د کراچۍ سنټرل جیل ته ورسیږي خو دا ځل به زما په فکر د دوی د مرستې لپاره د سعودي شیخان هم رانشي.))

یاده دې وي ارباب عبدالظاهر کاسی یوه اوونۍ مخکې خالي یا شنبې پر ورځ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې له پټیل سړکه نامالومه وسله والو تښتولی، چې تراوسه یې نه دی خوشې کړی.

XS
SM
MD
LG