د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند: د دوو کوټو کنډکپر ۶۰ کلن ښوونځی


د سکول دروازې ماتې دي، د کوټو چتونه له کار لوېدلي دي، ځکه خو په کې ماشومان له وېرې د سکول په میدان کې سبقونه زدکوي ګنې کوټې یې نسکورې نه شي.

مشال راډيو

د مومند اجنسۍ په مېچنی سیمه کې اولنی سرکاري پرایمري سکول په ۱۹۴۹ م کال کې جوړ شوی چې خټو دوې کوټې یې لرلې او بیا ۱۹۵۳ کې یې د کاڼو پخه ودانۍ ورته جوړه کړې چې پکې د سیمې ماشومان زدکړې تر لاسه کوي.


د سکول دروازې ماتې دي، د کوټو چتونه له کار لوېدلي دي، ځکه خو په کې ماشومان له وېرې د سکول په میدان کې سبقونه زدکوي ګنې کوټې یې نسکورې نه شي.

د دغه ښوونځي یوه زدکوونکي خلیل الرحمان د خپل کنډکپر سکول په اړه مشال راډیو ته وویل:
او یو بل زده کونکی زبیر خان بیا وایي چې هغوی له وېرې د سکول په کوټو کې نه شي کېنستلای

د مېچنی سیمې یو اوسېدونکی اقبال حاجي چې اوس سپینږیری دی په دغه سکول کې زدکړې کړې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،

د سکول مشر استاز جاوید خان وايي، بیا بیا یې د تعلیم څانګې چارواکو ته د خپل سکول د وران ویجاړ حالت په اړه ویلي دي خو لا هم حکومت ورته پام نه اړوي. دی زیاتوي که چېري د سکول کنډکپره ودانۍ راچپه شي او ماشومانو ته پکې زیان ورسېږي، د دې ذمه واري به د چا پر غاړه وي.

د سکول د کنډکپر حالت په اړه مشال راډیو د مومند ایجنسۍ د تعلیم محکمې مشر چارواکي سید محمد سره خبرې وکړې نو هغه د یاد سکول په اړه وویل، چې د سږني کال په پلان کې دغه سکول نه وو شامل، خو په راتلونکې کال کې به یې هرومرو د پلان برخه ګرځوو.

په دی سکول کې د مشر استاز جاوید خان په وینا چې تر اویا ماشومانو پوری زده کونکې دي، دا شمیر اول ډېر زیات وو خو د ماشومانو پلرونو د سکول د خراب حالت له وجې خپل ماشومان نورو سکولونو ته ولیږل.
XS
SM
MD
LG