د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما وايي د راتلونکو ټاکنو له بهیر سره مرسته کوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) يو ځل بيا ژمنه کړې چې؛ دوى به د ملګرو متلونو د امنيت شورا په خواست د ټاکنو له پروسي سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) يو ځل بيا ژمنه کړې چې؛ دوى به د ملګرو متلونو د امنيت شورا په خواست د ټاکنو له پروسي سره مرسته وکړي.


په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر يا يوناما وايي؛ د دې ادارې مشر يان کوبيش پرون په کابل کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له مشر ډاکټر احمد يوسف نورستاني سره وليدل.

په کابل کې د يوناما وياند نظيف الله سالارزي د جمعي پر ورځ مشال راډيو ته وویل چې؛ د دې ليدنې پر مهال دواړو چارواکو د١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر تياريو او د کانديدانو د نوم ليکنې پر پروسې خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې، انتخابات افغاني پروسه ده، د افغانانو په مشرۍ ترسره کیږي او په دې هېواد کې د سياسي قدرت د لېږد يوه مهمه برخه ده.

يان کوبيش ويلي، چې په دې پروسه کې بايد اساسي قانون او د ټولټاکنو قانون ته درناوى وشي.

له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو دفتر يا يوناما د انتخاباتو له پروسي څخه ملاتړ کړی.

په عین حال کې یو شمېر افغان کار پوهان د انتخاباتو له پروسې څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بولي؛ خو وايي چې، په اوسنیو شرایطو کې د انتخاباتو د شفافیت لپاره یوناما باید په افغانستان کې څارونکي وهڅوي چې؛ له یادو ټاکنو سمه څارنه وکړي.

د حقوقي چارو کار پوه اجمل هوډمن د جمعي په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"تر ټولو مهمه په انتخاباتو باندې څارنه ده. په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او یا په انتخاباتو کې د حکومت د پراخې لاسوهنې له امله د نظارت په برخه کې موږ ستونزه لرو؛ هغه هم داسې یو نظارت چې د انتخاباتو په روڼوالو او شفافیت باندې اغیزمن واوسیږي. نو ملګرو ملتونو ته په کار دا دي، چې په ټوله پروسې باندې نظارت وکړي او د افغانستان بېلابېلو سیمو ته څارونکي ولیږي."

ملګري ملتونه په داسې حال کې له انتخاباتو څخه خپل ملاتړ څرګندوي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون تیره اونۍ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو لمړنی لست خپور کړ.

د جمهوري ریاست یوازې لس کاندیدان او د ولایتي شوراګانو دوه زرو اوه سوو څلور کاندیدان په لومړني لست کې شامل شول.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د نورو احتمالي کاندیدانو په اسنادو کې ستونزې وې او د کاندیداتورۍ شرایط یې پوره نه شوای کړای.

خو حذف شوي کاندیدانو د دې پرېکړې پرخلاف دي او وايي چې، په دې اړه يې خپل اعتراضونه د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې درج کړي.

له بلې خوا یو شمېر کار پوهان بیا د راتلونکو انتخاباتو امنیت ته اندیښنه څرګندوي او وايي چې، د ټاکنو امنیت هغه مساله ده چې، ممکن ډېر د شرایطو وړ کسان د خراب امنیت له امله په انتخاباتو کې برخه وانه خلي.

خو امنیتي ادارو له دې وړاندې داسې اندیښنې رد کړي او ویلي یې دي چې، افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.
XS
SM
MD
LG