د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پر وړاندې د پاکستان دوه مخې تګلاره


امریکايي ولسمشر باراک اوباما او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
امریکايي ولسمشر باراک اوباما او پاکستانی وزیراعظم نواز شریف
پراګ : پاکستان یو پلو له لسیزو راهسې له امریکا څخه په ولسي او پوځي برخو کې مرستې ترلاسه کوي او بل پلو په دې ملک کې د مذهبي ګوندونو په ګډون په بېلا بېلو کړیو کې د امریکا ضد احساس موجود دي. دا صورتحال ځینې مهمې پوښتنې راپورته کوي. لکه په پاکستان کې د امریکا ضد احساساتو وجه څه ده ، د دې تر شا د چا لاس کېدای شي او ایا د امریکا له خوا په اربونو ډالرو مرستې په پاکستان کې د اوسېدونکو خلکو پر ورځني ژوند څه مثبت اغېز لري او که نه؟

د امریکا او پاکستان اړیکې له هغه وروسته زیاتې کړکېچنې شوې وې چې امریکا د ۲۰۱۱م کال د مې پر دویمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د هغه وخت مشر اسامه بن لادن وژلی وو.

پاکستانی وزیراعظم نواز شریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
پاکستانی وزیراعظم نواز شریف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري
اوس نه یوازې د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف له امریکايي دورې دا هیلې پیدا شوې دي چې د پاکستان او امریکا اړیکې به بیرته عادي حالت ته راوګرځي بلکې امریکا پاکستان ته د هغو مرستو لړۍ بیا پیل کړې ده چې په ایبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته درولې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا په اربونو ډالرو مرستې د پاکستان په مذهبي او نورو کړیو کې د امریکا ضد احساساتو په کمولو کې ګټه رسوي او که نه؟

د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري وايي ، په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات د کمېدو پر ځای زیات شوي دي.

حسن عسکري د دې د لامل په اړه وویل ً د هغه وجه دا ده چې مذهبي کړۍ په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له امریکا سره یو ځای د سویت یونېن پر ضد په افغانستان کې جنګېدې نو هغه وخت د امریکا خلاف نه وې او اوس چې د امریکا او د دوی ګټې یو د بل مخالفې شوې نو دوی د امریکا خلاف شوً.

حسن عسکري زیاته کړه ً د پاکستان حکومتي او پوځي کړیو ته هم چې کله پر امریکا د فشار اچولو ضرورت شي نو په دې مذهبي کړیو د امریکا ضد احتجاجونه کوي ً.

د پاکستان حکومتي او پوځي کړیو ته چې کله پر امریکا د فشار اچولو ضرورت شي نو په دې مذهبي کړیو د امریکا ضد احتجاجونه کوي

که د پاکستان حکومت او پوځ یو پلو له امریکا په لویه کچه مالي مرستې ترلاسه کوي نو بل پلو د هم دې امریکا پر ضد د احساساتو راپارولو ته لمن ولې وهي؟

​د حسن عسکري په فکر د داسې خبرو مانا یوازې د خپلو نا اهلیو پټول دي چې ګواکې پاکستان خو امریکا تباه کړ ، هند تباه کړ او اسرایل تباه کړً.

د سیاسي چارو کارپوه عسکري زیاتوي چې ً د پاکستان په تګلارو کې تر ټولو لوی تضاد هم دا دی چې یو پلو د ترهګرۍ پر ضد جګړه کوي او بل پلو ولس ته دا نه وايي چې موږ دا ولي کوو. یو پلو له امریکا مالي مرستې اخلي او بل پلو د ډرون په نامه د امریکا پر ضد کمپاین کويً.

د پاکستان ناقانونه ګرځول شوې ډله جماعت الدعوه د امریکا ضد لاریون کوي
د پاکستان ناقانونه ګرځول شوې ډله جماعت الدعوه د امریکا ضد لاریون کوي
که په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات لرونکې ځینې مذهبي او نورې کړۍ د حکومت او پوځ له خوا د خپل مقصد لپاره راپورته شوې وبلل شي هم نو بیا دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې په عام ولس کې په ښکاره او لویه کچه د امریکا پلوي احساسات نه تر سترګو کېږي؟

د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه خادم حسېن وايي د دې وجه دا ده چې د امریکا مرستې نېغ په نېغه ولس ته نه رسېږي.

خادم حسېن ولس ته د امریکايي مرستو د نه رسېدو په اړه وايي ً زما په یاد دي چې کله د ۲۰۱۰م کال په سېلاب کې امریکا په کالام کې خلکو ته نېغ په نېغه مرستې ورکړې وې نو خلکو لاریونونه را اېستلي وو او د امریکا د زنده باد نعرې یې وهلې وېً.

د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن
د سیاسي چارو کارپوه خادم حسېن
خادم حسېن وايي که امریکا داسې اداري جوړښت ولري چې مرستې نېغ په نېغه د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ولس ته ورسېږي نو له دې سره ډېر لوی فرق راتلای شي.

د حسن عسکري او خادم حسېن خبرو ته په کتلو دا پوښتنه منځ ته راځي چې دا مرستې چېرې ځي او څه ډول خرڅېږي چې په ولس کې یې اغېز نه لیدل کېږي؟

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي د امریکا له خوا پاکستان ته ورکول کېدونکې مرستې ولس ته تر رسېدو وړاندې خوړول کېږي.

اکرام هوتي وايي ً لومړۍ خبره خو دا ده چې که مرستې وي او که قرضې وي ، پر دې پېسو زیات واک د پوځي چارواکو دی او زیاتې پېسې پوځ ته ځيً.

اکرام هوتي زیاتوي ًچې څومره پېسې هغوی نېغ په نېغه په جېب کې اچولای شي هغه خو واچوي. بل یې کمپنۍ جوړې کړې دي او د هغوی په وسیله ټېکې اخلي. بل یې د بېروکرېسي له لارې په ترقیاتي کارونو کې پټوي. او تر څه حده بیا هغه سیاستوال هم ورسره ملګري وي کوم چې د پوځ خبره اوريً.

د امریکايي پوځ هیلي کاپټر په سوات کې د سېلاب ځپلو د مرستې پر وخت : کال ۲۰۱۰م
د امریکايي پوځ هیلي کاپټر په سوات کې د سېلاب ځپلو د مرستې پر وخت : کال ۲۰۱۰م
د اکرام هوتي په فکر د امریکا له خوا پاکستان ته ورکول کېدونکې مرستې ځکه بدلون نه شي راوستلای چې هغوی یوازې په ګاغذونو کې داسې ښودل کېږي چې پر ترقیاتي کارونو لګول شوې دي بلکې په اصل کې د پوځ ، بېروکرېټانو او سیاستوالو جېبونو ته ځيً.

په دې اړه مو د پاکستاني پوځ د ولسي اړیکو د څانګې له مشر مېجر جنرال عاصم باجوه او د هغه له مرستیال برېګېډیر عتیق الرحمان سره د تماس نیولو او د هغوی د دریځ مالومولو هڅه وکړه خو بریالي نه شوو.

پاکستان د نړۍ له هغو څو هیوادونو دی چې د امریکا له خوا هر کال تر ټولو زیاتې پوځي او غیر پوځي مرستې ترلاسه کوي. امریکا له ۲۰۰۱م کاله راهسې پاکستان ته په مجموعي توګه لږ تر لږه شل اربه ډالر ورکړي دي.
XS
SM
MD
LG