د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د ښوونځيو ودانۍ جوړیږي


د شاوخوا سل میلیونه افغانیو په لګښت لسو ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو کار عملاً پیل شوی دی.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې سږ کال به په نوموړي ولایت کې ۴۶ بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي، د دوی په وینا اوس مهال د شاوخوا سل میلیونه افغانیو په لګښت لسو ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو کار عملاً پیل شوی دی.


د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې دا مهال يې د نوموړي ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سل مليونه افغانيو په ارزښت د لسو ښوونځيو لپاره د نويو ودانيو د جوړولو چارې پیل کړي دي او په دې توګه به د پاتو ښوونځیو د جوړولو کارونه هم پیل شي، يادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پکتيکا د پوهنې رئيس کوچي ځاځي په مرکز ښرنه کې د حضرت بلال ليسې لپاره د نوي ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودلو پر مهال وکړې.

کوچی ځاځی وايی، یادې لیسې ته د ودانۍ پر جوړولو ديارلس مېليونه افغانۍ لګښت راځي، چې ودانیزې چارې به يې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي، د نوموړي په وینا د یادې ودانۍ لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه ورکول کیږي:

((د پکتیکا ولایت مرکز ښزنې اړوند د حضرت بلال لیسې لپاره موږ او تاسو د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې دا د وزارت معارف د انکشافي بودجې څخه د دیارلس میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي او ټول کار به يې د لسو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي، دا به عصري تشنابونه، د احاطې دیوال او د اوبو څاه هم په کې شامل دی.

سږ په ۹۲ یم کال کې موږ ته په پکتیکا کې د ښوونځیو له پاره د ودانیو ۴۶ پروژې رامنظورې شوي دي، د دې څخه د لسو پروژو د بنسټ ډبرې موږ ايښي دي، چې تقریباً سل میلیونه افغانیو ورباندې لګښت راځي، ځني د وزارت معارف د انکشافي بودجې څخه او ځنو ته هم د مواد مخدر پر ضد وزارت له خوا بودجه ورکول کیږي.))


د پکتیکا د پوهنې رئیس وویل، چې اوسمهال په یاد ولایت کې د پوهنې په بهیر کې د پام وړ پرمختګ شوی او د ښوونځیو په ساتنې او ښوونځیو ته د خپلو اولادونو د شاملولو په کار کې د سیمه والو ونډه ډېره شوې ده.

یاده دي وي، چې دا مهال په پکتیکا کې ۳۴۶ بابه ښوونځي فعال دي، چې په کې یوسلو درې څلویښت زره زده کوونکي پر زده کړو لګيا دي، تر اوسه په یاد ولایت کې یوازې دریمه برخه ښوونځي ودانۍ لري او دپاتو ښوونځیو زده کوونکي په بیدیاوو کې معمولاً سوځنده لمر، یخنۍ، باد او باران کې زده کړې کوي.
XS
SM
MD
LG