د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ګربزو کې د روغتون نوې ودانۍ جوړیږي


د خوست د ګربزو ولسوالۍ د روغتون لپاره د ډایاګ پروګرام له خوا د درې لکه امریکايي ډالرو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړیدو چارې پیل شوې.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د روغتون له پاره د ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام له خوا د درې لکه امریکايي ډالرو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړیدو چارې پیل شوې، چې ودانیزې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، د خوست د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې په نوموړي روغتون کې به سیمه والو ته لازم روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.


د پنجشنبې په ورځ د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې چې د سولې په نوم نومول شوې او د قبایلي سیمې میرامشاه سره پر پوله پرته ده، د روغتون له پاره د نوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

د نوموړي روغتون مالي لګښت ډایاګ یا د بې وسلې کولو پروګرام د ملي سیمه ییز پرمختیايي برنامې په چوکاټ کې له دې کبله پر غاړه اخیستی، چې د ګربزو څلورو لویو قومونو خپلې ټولې درنې وسلې دوه کاله وړاندې په خپله خوښه حکومت ته وسپارلې او له کالونو، کالونو وروسته له هغو مورچلو او سنګرونو راښکته شول، چې د ځمکو او غرونو د ملکیت پر سر يې د یو بل پر وړاندې نیولې وې.

د ګربزو روغتون ته د ودانۍ د کار د پیلیدنې په مراسمو کې د ولایت مقام د رسنیزو چارو مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، یاده پروژه د ځايي ادارې په هڅو او کوښښونو له دې کبله پلي کیږي، چې د ګربزو ولسوالي د سولې په نوم نومول شوې او خلکو يې له ځانونو سره شته ټولې درنې وسلې ډایاګ پروګرام ته سپارلي دي:

((دغه حیاتي پروژه چې دډایاګ په انکشافي بودجې سره د څه باندې شپاړس میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړیږي، چارې به يې د اړونده شرکت له خوا د ټاکل شوي معیار او پلان سره سم د شپږو میاشتو په موده کې بشپړیږي، دغه حیاتي پروژه د ولایتي ادارې له لوري د ګربزو سوله دوستو ولسونو ته د سولې په ویاړ یوه ډالۍ ده، چې نن يې عملاً د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د ګربزو میړني قوم دونیم کاله وړاندې په خپله ولسوالۍ کې د پیړیو راهیسې شته خپلمنځي شخړې او جنجالونه په مکمل ډول پای ته ورسول، له ځانونو سره سپکه او درنه وسله يې په خپله د ډایاګ پروګرام ته وسپارله، نو یاده ولسوالي د سولې په نوم ونومول شوه او د هماغه لوړ کار په خاطر نن په دې ولسوالۍ کې د یوې مهمې پروژې د کار د پیل شاهدان یو.))

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي خپلو خبرو کې یو شمېر هغه روغتيايي خدمتونه یاد کړل، چې د ګربزو روغتون ته د نویو ودانیو تر جوړیدو وروسته به سیمه والو ته وړاندې کیږي:

((په دې روغتون کې به هڅه وشي، چې د موثرو روغتیايي خدمتونو له لارې دمور او ماشوم د مړینې په کچه کې ټیټوالۍ راشي، همدارنګه هغه ماشومان چې تغذي لري یا خوار ځواکۍ سره مخامخ دي د هغوی درملنه به کیږي، د ساري ناروغانو درملنه په پام کې ده، هغه ناروغان چې معیوب دي هغوی ته به روغتیايي خدمتونه عرضه کیږي او تر څنګ به يې د واکسیناسیون خدمات سرته ورسیږي، تاسو ولیدل چې نن د یاد روغتون د ودانۍ د جوړیدو د کار افتتاح وشوه.))

د ګربزو دوه تنه قومي مشران مولوي شیر احمد او خاکي محمد مشال راډیو ته وايي، د دې روغتون په جوړولو سره به د ګربزو د سمې او غرونو خلک په اسانۍ وکولای شي، چې خپل ناروغان هر مهال د درملنې له پاره دې روغتون ته وروړي:

((مولوي شیر احمد، دا کلینیک خو زموږ د څلورو قومونو په منځ کې ده، ډېر زیات ارزښت لري، ځکه یو غریب سړی کولای شي، چې په پښو باندې راشي او دې ځای ته یو بیمار راولي، که چیرې خوست بازار ته او یا بلفرض و التقدیر زموږ سرحدي ولسوالي ده، که میرامشاه ته یو څوک بیايي، بیا نو یو موټر ضرور پیدا کوي او په دوه، درې زره يې په کرایه باندې نیسي، دا د ټولو ګربزو منځ دی په پښو باندې کړای شي چې خلک راشي او بیماران دلته راولي.

خاکي محمد، تاسو په خپله وینئ او دا قوم هم وینئ چې دا ډېر حیاناک قوم دی، که دلته روغتون جوړ شي نه یوازې د خلکو هغه ډېرې ستونزې به هوارې شي، بلکې د قوم هغه لیرې پراته خلک به هم دلته راځي، ځکه چې دا ډېر موثر او مناسب ځای دی او دلته به غونډ خلک او ولس راځي او تر دې ورسته به زموږ ټول مشکل حل شي.))


د یادونې وړ ده تر اوسه د خوست په ولسوالیو او اړوندو سیمو کې د مجهزو روغتونونو نه شتون د دې لامل شوی، چې ډیری وخت خلک ونشي کولای په مناسب وخت کې خپل ناروغان ښار ته د درملنې له پاره ولیږدوي او په دې توګه یو شمېر عاجل ناروغان دلارې د خرابوالي، امنیتي اندیښنو یا ټرانسپورټ د نه شتون له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي.
XS
SM
MD
LG