د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: شپږ کلنه ناوې او زوم ونیول شو


شپږ کلنه ناوې
شپږ کلنه ناوې

نجلۍ د کلي مشرانو ته سپارل شوې. پولیس وايي مخکې تر دې چې کېس یې ځايي عدالت ته وړاندې کړي د قضیې په اړه نوره څېړنه کوي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې پولیسو پنځه تنه د یوې شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.


د پولیسو یوه افسر داوود خان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سوات د باخېلې د کلي دوې کورنۍ پر یوه شپاړس کلن هلک د شپږ کلنې نجلۍ په ودولو کې لاس لري.

ده وویل، پولیسو پر کلي چاپه ووهله او د زوم، د هغه پلار او د واده بندوبستیانو په شمول یې پنځه تنه ونیول.

دوه نور نیول شوي کسان د ونکاح شاهدان دي.

داوود خان وویل چې پولیس اوس د نجلۍ په پلار پسې ګرځي چې له سیمې تښتېدلی دی.

نجلۍ د کلي مشرانو ته سپارل شوې. پولیس وايي مخکې تر دې چې کېس یې ځايي عدالت ته وړاندې کړي د قضیې په اړه نوره څېړنه کوي.

د زوم پلار محمداقبال وايي، چې د ده مېرمن ناروغه ده او د کار لپاره یو څوک په کار وه چې خدمت یې وکړي نو دوی په دغه کور کې دغه ماشومه خوښه کړه او خپل زوی ته یې په نکاح کړه دی زیاتوي په خپله کړنه پښېمانه دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG