د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد زېتون فابريکې کار پيل کړ


د ننګرهار د کانال رياست مشر انجينر زيارت ګل راحل وايي چې سږکال به تر دېرش زرو بوتلونو پورې د زېتونو تېلو او اچارو توليد وکړي.

په ننګرهار کې د ايټاليې هېواد په مرسته له شپږ کلن ځنډ وروسته د زېتونو د تيلو او اچار جوړولو فابريکې په توليداتو پيل وکړ.


چارواکي وايي چې په سږني کال کې به د زېتونو دومره تېل او اچار توليد کړي، چې په دېرش زره بوتلو کې به ځای پرځای شي او په راتلونکو دوه کلونو کې به يې توليدات لس برابره زيات شي

د ننګرهار د کانال رياست په چوکاټ کې د زيتونو د تېلو او اچارو فابريکه چې توليدات يې د تېرو شپږو کلونو راهيسې ځنډيدلي وو، د ايټاليې هيواد په مرسته يې د رغونې چارې پيل شوي او په توليداتو يې پيل کړی دی.

د ننګرهار د کانال رياست مشر انجينر زيارت ګل راحل وايي چې سږکال به تر دېرش زرو بوتلونو پورې د زېتونو تېلو او اچارو توليد وکړي.نوموړی وايي:

(( د ايټاليې هېواد له خوا نه د نهه لکه يورو په اندازه مرسته شوې وه چې د فابريکې د رغېدو چارې څو مياشتې مخکې شروع شوې او امېد دی چې په راتلونکو دوو کلونو کې به دغه پروژه تطبيق شي او په نتيجه کې به يې زموږ د فابريکې تعميرات يو اندازه ورغول شي او هم به يې د تېلو او اچار جوړولو برخه ورغول شي.سږکال به موږ د دېرش زرو بوتلونو په اندازه د زېتونو تېل او اچار توليدوو او په راتلونکي کې چې موږ کوم امکانات او پلانونه نيولې د دې توليد به انشا الله لس چنده زيات شي.))

دا چې زيتون له کومو مرحلو څخه له تېرېدو وروسته په اچار بدليږي، د دغه فابريکې امر عزت الله وويل:

(( د زېتونو کار له اوبو سره دی، دلته چې کله موږ ته راشي، موږ يې ښه او نا ښه سره بېلوو، له دغه دتقسيم بندۍ نه وروسته خمانو ته لوېږي، دا زېتون پخپله ډېر تريخ وي، کله چې خمانو ته ولوېدل، دې ته بيا موږ د کاسټيکو يو محلول جوړوو، د مالګې محلول ورته جوړوو او د مالګې له محلول نه وروسته ورته د بورې محلول جوړوو. سرکه ورته ورکوو او بيا تر څلوېښت ورځو پورې ورته ګورو او چې کله يې د پي ايچ او آی سي، ډي، ټي، يې چې پوره کړه بيا ترې بوتلونه ډکوو.))


پر اچار سربيره په دغه کارخانه کې د زيتونو تېل هم جوړيږي، عزت الله وايي چې د زيتونو د اچار په نسبت د تېلو جوړولو پروسه په اسانۍ سره تر سره کيږي.

(( د تېل کشۍ برخه خو تاسو وليدله، کله چې موږ ته زېتون راشي په هغه تازه شکل سره ، دلته ورته کارګران ولاړ وې، سورت بندي کيږي، او ماشينونو ته لويږي، کوفته کيږي او غوړي ترينه اخيستل کيږي.))

د کانال رياست مشر انجنير زيارت ګل راحل وايي:د زېتونو دغه کارخانه په ۱۳۶۴م لمريز کال په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه چې هغه وخت به يې اته زره ميټرک ټنه زېتون توليدول چې له څلورو زرو ميټرک ټنو څخه به اچار او له څلور زرو ميټرک ټنو څخه به تېل جوړېدل خو د تېرو درې لسيزو د جنګونو له امله د کارخانې چارې په ټپه درېدلې وې. دی زياتوي چې د بوتلو نيشتوالی، د ماشينونو خرابوالی او د برېښنا کموالی، د دې لامل شوي چې د زيتونو د تېلو او اچارو توليدات يې راکم کړي دي.

ننګرهار زېتون فابریکه
ننګرهار زېتون فابریکه


ننګرهار زېتون فابریکه
ننګرهار زېتون فابریکه


ننګرهار زېتون فابریکه
ننګرهار زېتون فابریکه
XS
SM
MD
LG