د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار ته به ډېر ژر امن راوړم. جنرال شيرزاد


جنرال فضل احمد شيرزاد چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د امنيه قوماندان په توګه په کار پيل کړی،

جنرال فضل احمد شيرزاد چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د امنيه قوماندان په توګه په کار پيل کړی، په جلال اباد کې ورسره د مشال راډيو خبريال د ننګرهار د امنيتي وضعيت په اړه يوه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د ننګرهار د امنيت د ښه کيدو په خاطر يې څه تدابير نيولي دي؟


جنرال شيرزاد: ((زه اراده لرم چې زه به ننګرهار ولايت ته په ډېر نيږدو وختو کې امن راولم. دا په دې مانا چې ما د خپلو پوليسو په تجهيز کولو کې ډېرې هلې ځلې شروع کړي. د نورو امنيتي ادارو سره به په ګډه د ټولو ولسوالۍ لارې خلاصې کړم. ډېر جدی عمليات به تر سره کړم او د خپلو شريفو خلکو سره دا اراده لرم چې له نيږدې خبرې وکړم. د ټولو قومونو سره چې په ننګرهار ولايت کې دي، شينواري مومند او نور ولسونه او قومونه چې اوسيږي، د ننګرهار د ولايتي شورا د وکيلانو او سولې شورا په مرسته به دا کار تر سره کړم او له دوی څخه به غوښتنه وکړم چې په دې هکله موږ سره مرسته، کمک او همکاري وکړي.))

مشال راډيو: د بټي کوټ ولسوالي چې يوه ډېره مهمه ولسوالي ده، په کليو کې خو يې نا امني وي خو دا نا امني کله د سرکونو سر ته راشي او د خلکو په مخ لاره بنده شي، د دغې په وړاندې تاسو څه کویء؟

جنرال شيرزاد: د بټي کوټ ولسوالي او هغه لويه لاره چې له جلال اباد نه تر تورخم پورې پرته ده چې څو ولسوالۍ په دې مسير کې پرتې دي، د دغو ولسواليو خلکو څخه مې دا غوښتنه ده چې هغه کسان چې د دوی خپلوان دي، دا کارونه تر سره کوي، د دې څخه دې مخنيوی وکړي، زه په ډير جدي ډول سره اراده لرم چې زه به دا سيمې له وسله والو طالبانو څخه ډير ژر پاکومه، او د دې لپاره عملي ګامونه پورته کوم دا به تاسو ډير ژر ووينیء.

مشال راډيو: د جلال اباد ښار ته څلور راننوتونکي دروازي دي، که شرقي کومه دروازه چې ده يو يا دوه تنه عسکر په کې ولاړ وي، تاسو به نور پرسونل په دروازو کې وګماریء؟

جنرال شيرزاد:ـ که تاسو اوس ورشیء، هلته ما د جنايي جرمونو پر ضد افسران، د استخباراتو افسران، د امنيت ملي افسران او امنيتي پوليس همدا اوس ځای په ځای دي، د اختر د ورځو په جريان کې ما وکولای شول چې د ښار ټولو دروازو ته زه نور کشفي مديران وګمارم، هلته مې ګمارلي دي او هلته موجوديت لري همدا اوس ددې په لټه کې يم چې تر دې هم جدي کنټرول وکړم او ښه والی راولم.

مشال راډيو:ـ له ځينو وکيلانو سره زيات وسله وال ګرځي، د دوی په وړاندې به تاسو څه وکړیء؟

جنرال شيرزاد: زما خواست لومړې له ټولو قومي مشرانو، وکيل صاحبانو، مخورو سپن ږيرو څخه دا دی چې غير مسوول وسله وال له ځانه سره ونه ګرځوي. زه کوشش کوم چې د جلال اباد په ښار کې دوی ته امن راولم. نو ځکه له دوی سره د غير مسوولو وسله والو کسان شتون ضرور نه دی. د خپل امنيت لپاره دوی کولای شي چې قانوني پرسونل استعمال کړي. قانوني کارتونه ولري او د سلاح جواز ولري. دا غوښتنه مې ستاسو د ميډيا له لارې له خپلو مشرانو څخه دا ده چې د دې کارو څخه ډډه وکړي، پر دې سربيره که موږ داسې وسله وال غير مسوول خلک ټينګ کړو، هغه که هر څوک وي د هغه د مخنيوي لپاره جدي ګامونه زه پورته کوم. قانوني کړنه تر سره کوم، بيا به نو دا دوستان له ما نه نه خپه کيږي.
XS
SM
MD
LG