د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شبقدر لوبې میدان که ډېران


ځايي خلک وايي، د شبقدر په دې پارک کې دکانداران کچره یا کثافات غورځوي، چې له وجې يې خلک دغلته تګ ته زړه نه ښه کوي.

مشال راډيو

د چارسدې ضلعې په شبقدر کې شاوخوا څلوېښت کلونه وړاندې د ځوانانو یو د لوبې ډګر جوړ شوی وو، چې دا مهال يې ديوالونه ړنګ شوي دي او ځايي دکانداران په کې د ورځني وړتيا بېلا بېل څيزونه پلوري.


د سيمې اوسيدونکې وايي چې ماشومان يې په دغه ځای کې لوبې نه شي کولی.

د دوئ په خبره، د شبقدر په دې پارک کې دکانداران کچره یا کثافات غورځوي، چې له وجې يې خلک دغلته تګ ته زړه نه ښه کوي.

د شاهد خان په نوم د شبقدر يو ځوان، چې واليبال کوي، وايي د لوبو ځای يې ډېرانونو نيولی دی.

"دې پارک ته دوکانداران راځي، چا څادرونه غوړولي وي او چا رېړۍ لګولې وي او بېلا بېل شيان په کې خرڅوي. ديوالونه يې ټول نړيدلي دي، هاخوا ډېرانونه په کې جوړ شوي دي. که د لوبو نندارې ته کوم خلک راځي نو د سخا بوي له وجې خوند ترې نه شي اخيستلای."

دا چې د شبقدر دا پارک پخوا په څه حال وو، په اړه يې د سيمې يو سپينږيری دريا خان، چې په دغه ميدان کې به يې فټ بال کاوه، وايي،

"د ۱۹۷۴ م کال نه مخکې دلته دا ابادۍ نه وې. د اتوار پر ورځ به د څارويو يوه مېله په کې لګېدله او ماشومانو به لوبې هم په کې کولې. اوس په کې دوکانداران لوښي خرڅوي، چا په کې سي ډيانې خرڅلا ته اېښي دي. پرون په کې د سکول د هلکانو تر مينځ د فټ بال لوبه وه. ښځې او نر په پارک کې تېرېدل راتېرېدل، چې له وجې يې لوبغاړو خپله لوبه په صحيح توګه نه شوه کولی."

په شبقدر کې د کرکټ لوبې يو مينه وال فرمان خان وايي چې حکومتي چارواکو ته يې څو ځلې د لوبې میدان د خراب حالت په اړه شکايتونه وکړل، خو زياتوي چې په دغه لړ کې تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړل شوی.

"پخوا به په دې میدان ډېرې ښايسته لوبې کېدلې، خو اوس يې هغه خوند نشته. پرون په کې د فټ بال ميچ وو، خلک ولاړ وو. چا هم لوبې ته توجه نه کوله، پوليس والا راغلل، هغوئ هم څه و نه کړای شول، هغه لوبه وشوه خو څه فايده يې و نه کړه."

په شبقدر کې د لياقت خان په نوم د کرکټ لوبې يو بل مينه وال بيا ويره څرګندوي چې که د سيمې ځوانانو له پاره جوړ د لوبو ميدانونه له مينځه لاړ شي نو ښايي دوئ منفي سرګرميو ته مخه کړي.

"دلته خلک تجارتونه کوي او حکومت هيڅ ورته نه وايي. اوس که کوم ماشومان د لوبو نه محرومه شول نو په سي ډيانو او وي سي آرونو به فلمونه ګوري، خوی به يې خرابيږي، چې د ټولنې او حکومت دواړو له پاره د تاوان خبره ده."

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شبقدر د خلکو استازی عارف احمدزۍ بيا وايي چې په نيږدې راتلونکي کې په سيمه کې د لوبو نوی ميدان جوړيږي، چې د سپورټ په برخه کې د ځوانانو ستونزې به هوارې کړي.

"موږ ته د لوبو يو ميدان جوړيږي، چې ځوانان به خپلې ټولې لوبې هم هغلته کوي. دغه يو پلان مو نيولای دی، چې که خير وو، ژر به ورباندې کار پيل شي."

د عرف احمد زي په خبره، د نوي لوبغالي له جوړېدو وروسته به حکومت پرېکړه کوي چې موجوده میدان هم د پارک په شکل کې وساتي او که نه پر ځای يې کومه سرکاري وداني جوړه کړي.
XS
SM
MD
LG